1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو غواړي په آلمان کې فضايي مرکز جوړ کړي

۱۳۹۹ مهر ۲۸, دوشنبه

ناټو د خپلو متحدينو د دفاع له پاره د فضا له لاري تیارې نيسې. په پام کي ده چې دغه سازمان د آلمان په رمشتاين کی یو فضاي مرکز رامنځ ته کړي.

US-Stützpunkt Ramstein | US-Militärmaschine startet
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kramer

د آلمان خبري آژانس او زود دویچه څايتونګ ورځپاڼي د رپوټ په حواله د شمالي انتلانتیک تړون (ناټو) ديرشو غړیو هيوادونو د دفاعي چارو وزیران غواړي د پنجشنبې په ورځ د يو (فضاي مرکز) جوړول اعلان کړي.

په پام کې ده دغه مرکز د ناټو د هوايي ځواکونو د قوماندې مرکز د آلمان په رمشتاین کې وې او له هرڅه لومړې پر فضا باندي د څار د همغږۍ مرکز په توګه فعالعیت وکړي.

دغه فضايي مرکز چې اوس سپوږمکيو ته د گواښونو په اړه معلوماتو راټولوي، کيدای سي په راتلونکې کي د دفاعيي چارو د قوماندې په مرکز بل سي.

د ناټو دغه پروګرام د هغه پريکړي پایله ده چې تیر کال د ( فضا د يوې مستقلي عملیاتي سیمې) په توګه شوې وه. په دې پريکړي سره ناټو کولې شی د خپلو ماموریتونو له پاره له متحدینو څخه وغواړي چې خپلې وړتياوي د سپوږمیو په تړاو او یا د تصویرونو د انتقال په برخه کي چمتو کړي.

سربیره پر دې د ناټو دغه طرحه د دغه اتحاد د نظامي برخي د غړیو تر منځ د تاوده بحث سبب شوې ده چې په راتلونکې کې کله چې له فضا څخه او يا په فضا کې کوم بريد وشي، نو په کوم حالت کي سړی ويلای شي دا پر غړو هيوادونو حمله وه. د آلمان په راينلند فالڅ ایالت د رمشتاین په ښار کي لا دمخه د امريکا متحده ايالاتو او ناټو اډه شته.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب