د ناټو سازمان د عملياتو له پاره د عمومي منشي مرستيال جان مانزه او د ناټو د ديرشو هيوادونو استازی د افغانستان د دوو لسیزو ماموريت او کار په تړاو يو رپوټ چمتو کوي.
له افغانستان څخه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تر وتلو او د ناټو له خوا د روزل شويو ځواکونو تر ماتې وروسته، ناټو د دې ماموريت د تجربو د زده کړو په موخه د يوه رپوټ د جوړولو لارښوونه وکړه.
مانزه د اروپايي ټولنې د پارلمان استازو ته وويل چې هغه لوی درس چې د دې کمېټې له خوا پرې بحث وشو او د پوځي او سياسي کارپوهانو له تجربو هم پکې استفاده وشوه، تر ټولو څرګند یې د «بې پلانه ماموريت« ښکار کيدل دي.
د ناټو ځواکونو په ۲۰۰۳م کال کې تر هغه کابو دوه کاله وروسته چې د امریکا په مشرتوب ځواکونو د طالبانو حکومت ړنګ کړ، د نړيوال مرستندويه ځواک يا ايساف مشري پر غاړه واخیستله.
مانزه وويل چې په پېل کې دې ماموريت یوازې ۵۰۰۰ عسکر درلودل چې زياتره یې په کابل او شا او خوا سيمو کې ميشت ول خو بيا د دريو کلونو په موده کې یې تمرکز «د ترهګرۍ له اصلي لاملونو سره مبارزې» ته ور واوښت، په هغه هيواد کې چې نژادي لږکۍ لري، په قومونو ویشل شوی او د زده کړې کچې پکې ډېره ټيټه ده.
په ۲۰۰۶م کال کې بيا په افغانستان کې د ناټو د عسکرو شمېر کابو ۶۰ زره ته لوړ شو او همدا راز د هيواد د اقتصادي ودې او په تيره بيا په ولایتونو کې د ښې حکومتولۍ د رواجولو له پاره د پوځي او ملکي پرسونل په ګډون پروژې پېل شوې.
انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/dpa/picture alliance مانزه وويل: «دې کار واقعې د پام وړ مطلوبې اغیزې نه درلودلې. ياغيتوب وده کوله، فساد مخ پر زیاتيدو وو او د دولت په فعاليت کې پرمختګ نه ترسترګو کیده.»
نوموړي زياته کړه: «موږ بايد پوښتلي وای او موږ په هغه کمېټه کې چې زه یې مشرتوب کوم، و هم پوښتل چې آيا دغه اهداف په هغه وخت کې واقعي ول؟» مانزه زياته کړه په داسې حال کې چې داسې نه ښکاريدل چې نړيواله ټولنه دې خپل دغه اهداف ترلاسه کړي سره له دې هم «دغه ناقص پرمختګ ته زموږ غبرګون دا وو چې بايد لا نوره هڅه وشي.»
په ۲۰۰۹م کال کې د هغه وخت د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د ناټو ځواکونو شمېر تر سلو زرو لوړ کړ او له افغانستان سره نړیوالې مرستې هم د پام وړ لوړې کړای شوې.
د مانزه په خبره اضافي پېسو د افغانستان په فساد کې د ښکیل دولت د اختلاس ستونزه نوره هم پراخه کړه. هغه زياتوي: «شاته په کتو سره دا خبره روښانه کيږي چې دغه ډېرې پراخې هڅې د اوږدې مودې له پاره دوامدارې نه وې او يوازې په ولايتونو کې يو څه لنډ مهاله هڅې وې.»
مانزه د خپلې کمېټې د موندنو ځينې برخې تېره اوونۍ د ناټو له دفاع وزيرانو سره شريکې کړي خو نوموړی به خپل رپوټ د ائتلاف د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې وړاندې کړي چې د نومبر مياشتي له ۳۰مې څخه د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پوري ترسره کیږي.
ب. ص/ ن. ز (APE)
زموږ له آرشيف څخه:
په افغانستان کې د المان د پوځي ماموریت لوړې ژورې
آلماني سرتیري کابو له ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې حضور لري. که څه هم د آلماني ځواکونه د ماموریت نیټه د مارچ مياشتي پر ۳۱مه ختمیږي، خو په پام کې ده چې وغځول شي. انځور: Deshakalyan Chowdhury/AFP/Getty Images د ۲۰۰۱م کال په دسمبر کې د آلماني ځواکونو ماموریت تائید شو د آلمان فدرال پارلمان د ۲۰۰۱م کال په دسمبر میاشت کې له هیواده د باندې د آلماني ځواکونو ماموریت تائید کړ. د آلمان د پارلمان د پریکړې له مخې، آلماني ځواکونه د «آیساف» نړیوال ماموریت په ترڅ کې په افغانستان کې ګمارل شوی وو.
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images ۲۰۰۳: آیساف د ماموریت پراخیدل د ملګرو ملتونو امنیت شورا، له کابله د باندې د آیساف ماموریت د غځولو پریکړه وکړه. د آلمان فدرال پارلمان هم په کندز ولایت کې د خپل هیواد د ځواکونو ماموریت تائید کړ. آلمان په ۲۰۰۶م کال کې د افغانستان په نهو شمالي ولایتونو کې د آیساف قومانداني پر غاړه واخیسته.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger ۲۰۰۹: په کندز کې د تیلو پر دوو ټانکرونو بمباري د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر پر څلورمه، د امریکا متحده ایالاتو هوایي جنګي الوتکو د یوه آلماني قوماندان ګیورګ کلاین، په دستور دوه هغه ټانکرونه بمبار کړل چې طالبانو تښتولي ول. په دغه پيښه کې د ملکیانو په کډون تر سلو زیات کسان ووژل شول.
انځور: Jawed Kargar/dpa/picture alliance ۲۰۱۱: په مزار شریف کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیت سپارل په ۲۰۱۱م کال کې افغان امنیتي ځواکونو په مزار شريف ښار کې امنیتي مسؤلیت پر غاړه واخیست. په دغه ولایت کې د آیساف په چوکاټ کې د آلماني ځواکونو سترې پوځي اډې موقعیت درلود.
انځور: picture-alliance/dpa ۲۰۱۳: افغان امنیتي ځواکونو ته د کندوز د امنیتي مسؤلیت سپارل افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو په لړ کې، د ۲۰۱۳م کال په اکتوبر میاشت کې د کندوز ولایت امنیتي چارې له آلماني ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
انځور: AFP/Getty Images/J. Eisele ۲۰۱۴: د قاطع ملاتړ ماموریت پېل په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته ورسید. خو په افغانستان کې په زرونو بهرني عسکر د ناټو د «قاطع ماموریت» په چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې شول، چې دنده یې د افغان امنیتي ځواکونه روزنه ده. په لومړي سر کې آلمان تر ۸۵۰ عسکرو پورې په افغانستان کې د دغه ماموریت په چوکاټ کې د خپلو ځواکونو ونډه تائید کړه.
انځور: Allison Dinner/ZUMAPRESS/imago images ۲۰۱۸: د قاطع ماموریت غځیدل د ناټو شریکانو په ۲۰۱۸م کال کې پریکړه وکړه چې د دغه هیواد د امنیتي وضعیت تر ښه کیدو پورې، د قاطع ماموریت په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
انځور: picture-alliance/ZumaPress ۲۰۲۰: د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د څو میاشتو مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې د ۲۰۲۱م کال تر می میاشتې پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ژمنه کړې. د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance ۲۰۲۰: ترمپ د ځواکونو کمولو اعلان وکړ د ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر تر ۲۵۰۰ راټیټوي. په دې ترتیب د سږکال تر جنورۍ میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته راټیټ شوی دی.
انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance