آسیا جام سیالۍ؛ نوین الحق له لوبډلې بهر شو
۱۴۰۴ شهریور ۲۴, دوشنبه
د افغانستان کرېکټ بورډ د روغتیايي ټیم په وینا، د نوین الحق د اوږې په برخه کې ټپ لا بشپړ نه دی رغېدلی او لا هم درملنې ته اړتیا لري. زیاته شوې چې نوموړی به د غوره درملنې له پاره انګلستان ته ولاړ شي، تر څو د اوږې د ټپونو د نړیوال متخصص تر څارنې لاندې درملنه ترسره کړي.
د کرېکټ بورډ په وینا د نوین الحق پرځای په ملي لوبډله کې ځوان توپ اچوونکی عبدالله احمدزی، چې له دې وړاندې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و او تازه یې خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کړې، د ټیم اصلي نوملړ ته ورګډ شو. نوموړی به د بنګله دیش پر وړاندې د سبانۍ مهمې سیالۍ له پاره د لوبډلې سره یوځای شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ نوین الحق ته د بشپړې روغتیا هیله څرګنده کړې او پر عبدالله احمدزي یې باور ښکاره کړی چې د افغانستان د توپ اچوونې برخه به نوره هم پیاوړې کړي.
د آسیا کپ سیالیو په لړ کې ټاکل شوې چې سبا د سه شنبې په ورځ د سپتمبر پر ۱۶مه به افغانستان خپله بله مهمه لوبه د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړي. په دغو سیالیو کې افغان ملي لوبډلې تر اوسه پورې یوه لوبه کړې او هغه یې هم ګټلې ده. د بنګله دیش لوبډلې بیا دوه لوبې کړي چې يوه یې ګټلې او بلې یې بیا بایللې ده.