نژدې ۲ میلیونه لوستي آلمانان د فقر له خطر سره مخ دي
۱۴۰۴ اسفند ۲, شنبه
په آلمان کې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱ اعشاریه ۹ میلیونه لېسانس یا له پوهنتون د فراغت اسناد لرونکي افراد د فقر له خطر سره مخ ول. په ۲۰۲۲ کال دغه شمېر ۳۵۰۰۰۰ وو چې د هغه وخت په پرتله اوس په کې ډېر زیاتوالی راغلی دی.
د آلمان د رسمي احصائیو دفتر دغه معلومات د آلمانۍ سیاستوالې او د پارلمان غړې، زارا واګین کنشت د یوې پوښتنې په ځواب کې خپاره کړي دي.
په آلمان کې د فقر له خطر سره د لوستو افرادو په شمېر کې ډېروالی داسې وخت ښودل کیږي چې د هېواد په کچه له پوهنتونو د فارغانو شمېر ۲۱ میلیونو ته لوړ شوی دی.
نور ولولۍ: په آلمان کي تر ۱۳ ميلیونه ډېر کسان د فقر له خطر سره مخ دي
د آلمان د کارموندنې فدرالي ادارې ارقام ښيي چې په اکاډمیکو افرادو کې بیکاري یا په ښه تنخواه کارونو د نه ګمارلو کچه د ۳ کاله مخکې په پرتله له ۲ اعشاریه ۲ سلنې څخه ۳ اعشاریه ۳ سلنې ته لوړه شوې ده.
زارا واګین کنیخت چې په همدې نوم د یو اتحاد بنسټګره ده، وايي چې «نزولي حالت او فقر اوس ټولې تحصیلي کچې اغیزمنې کړي.»
په ټوله کې د فقر ریسک په هغو افرادو کې پر خپل ځای لوړ پاته دی کوم چې د ټیټې یا متوسطې کچې تعلیم لري. د ټيټې تعلیمي کچې افرادو شمېر ۱۴ اعشاریه ۳ میلیونه ښودل شوی چې نژدې ۴ اعشاریه ۱ میلیون ېې په ۲۰۲۵ کې د فقر له خطر سره د مخو افرادو په توګه ارزول شوي دي.
نور ولولۍ: آلمان: ۳،۵ میلیونه متقاعد کسان د فقر له گواښ سره مخامخ دي
د آلمان د تعریف له مخې هر هغه شخص چې د عوایدو اوسط ېې له ۶۰ سلنې کم وي د فقر له خطر سره د مخ کس په توګه درجه بندي کيږي او یا په تېر کال کې د هر بالغ مجرد شخص له پاره په میاشت کې ۱۴۴۶ یورو عاید، دا اندازه عاید یو شخص د فقر له خطر سره مخامخ کولی شي.
له آرشیف څخه: