پاکستان: په تېرو دوو ورځو کې د اميني ځواک د ۲۰ غړو وژل کيدل
۱۴۰۴ اسفند ۷, پنجشنبه
دا بريدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې همدا څو ورځې تر مخه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د پولې په اوږدو کې متقابل فېرونه وکړل. دواړو اړخونو پر يو او بل باندې د ډزو د پیلولو تور لګولی وو.
د پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پوليسو ۱۵ پرسونل او څلور ملکيان د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ترهګریزو پېښو په ترڅ کې وژل شوی دي.»
اړونده موضوع: په افغانستان کې تر هوایي بريدونو وروسته پاکستان امنیتي تدابير کلک کړي
د پوليسو د مرکز په حواله چې په ايالتي پلازمینه پېښور کې پروت دی، له بنو څخه تښتول شوي «دوه پولیس اوس هم لادرکه دي.»
خو د پاکستان د ډاون نیوز ورځپاڼې نن، پنجشنبه خبر ورکړی دې چې له بنو څخه د تراويح د لمانځه پر وخت تښتول شوي پوليس چې دواړه ورونه ول، وژل شوي دي.
عيني شاهدانو د چهارشنبې په ورځ ويلي ول چې د لسو او دولسو ترمنځ په وسلو سمبالو کسانو د پوليسو دغه پرسونل له مسجد څخه يوه نامعلوم ځای ته بيولي ول.
د ډاون نيوز په حواله پولیسو وروسته بيا تائيد کړه چې دغه دوه کسان وژل شوي او د هغوی جسدونه د سړک پر غاړه پرېښوول شوي دي.
ويل شوي چې د دې زياترو بريدونو پړه د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې منلې ده. دغې ډلې په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې په پاکستان کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.
په عملياتو کې د ۲۶ وسله والو وژل کیدل
د پاکستان پوځ ويلي دي چې په سيمه کې د څلورو بېلا بېلو عملياتو په ترڅ کې ۲۶ وسله وال هم وژل شوي دي.
زياته شوې ده په دې عملياتو کې چې په شمالي وزيرستان، لکي مروت، بنو او میر علي سيمو کې ترسره شوي دي، لږ تر لږه يو افغان هم وژل شوی دی.
پوځ ادعا کړې ده چې ځيني وسله وال هغه وخت وژل شوي چې پاکستان ته د داخلیدو هڅه یې کوله.
اړونده موضوع: پاکستانی ډیپلوماټ: ۲۵۰۰ ازبکستاني جنگیالي په افغانستان کې حضور لري
د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي دي چې په دې منځ کې په بلوچستان ايالت کې د بلوچ وسله والو د منع شوې ډلې ۸ غړي هم وژل شوي دي.
په اسلام آباد کې حکومت په افغانستان کې د طالبانو پر ادارې تور لګوي د هغو وسله والو په مهارولو کې پاتې راغلی دی چې پر پاکستان د بريدونو له پاره د افغانستان خاوره کاروي، هغه تور چې طالبان یې تل ردوي.
د پاکستان پوځ په تکراري ډول د افغانستان په خاوره کې هوايي بريدونه چې دوی یې د وسله والو پر پټنځایونو بريدونه بولي، ترسره کړي دي. تیره يکشنبه هم په ننګرهار او پکتيکا ولایتونو کې هوایي بريدونه وشول چې د طالبانو د حکومت او ملګرو ملتونو په حواله یې په ترڅ کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
خو پاکستان ادعا کوي چې د پولې په اوږدو کې یې د هوايي بريدونو پر مهال لږ تر لږه ۷۰ وسله وال وژلي دي.