نيپال: دوه کلنه ماشومه د ژوندۍ الهې په توګه غوره شوې
۱۴۰۴ مهر ۹, چهارشنبه
په نيپال کې د هندوانو په يوه مهم او اوږده جشن کې يوه دوه کلنه نجلۍ د نيپال د نوې ژوندۍ الهې په توګه انتخاب شوې ده.
د ارياتاره شکيا په نوم نجلۍ چې عمر یې دوه کاله او ۸ مياشتې دی، د نیپال د پلازمينې کتمندو له يوې سيمې څخه د کورنۍ د غړيو له لوري د هندوانو د معبد ماڼۍ ته ور وړل شوه.
هغه د سې شنبې په ورځ د نوې کماري يا «باکره الهه» په توګه غوره شوه ځکه چې سلفه یې د بلوغت سن ته تر رسېدو وروسته په اصطلاح فاني شوې ده.
کماري چا ته ويل کيږي؟
کماريانې د نيوار ټولنې له شکايا قبيلې څخه انتخابيږي چې د کتمندو درې بومي اوسيدونکي دي. په نیپال کې چې اکثريت وګړي یې هندوان دي، کماريانو ته د هندوانو او بدايانو دواړو مذهبونو د پيرويانو له خوا درناوي کيږي.
د يادې قبيلې د دوو او څلورو کلونو ترمنځ عمر لرونکې هغه نجلۍ د الهې په توګه انتخابيږي چې پوست، ويښتان، سترګې او غاښونه یې بې عيبه وي يعني دا چې ډېره ښکلې وي. هغوی همدا راز بايد له تیارې يا تورتم هم ویره ونه لري.
نوې کماري شکايا په کتمندو کې د معبد ماڼۍ ته د داخليدو تر مخه چې د کلونو له پاره به د دې کور وي، د کورنۍ د غړيو، دوستانو او عبادت کوونکو له خوا بدرګه شوه.
عقيده لرونکي يا عبادت کوونکي په کتار کې ولاړ وو څو د دې کوچنۍ نجلۍ پر پښو د احترامه خپل تندۍ کيښږدي او همدا راز یې پر نوموړې باندې پېسې او ګلان وپاشل.
د پنجشنبې په ورځ به د هېواد د ولسمشر په ګډون عبادت کوونکي د احترام وړاندې کولو او له شکايا څخه د دوعا او برکت ترلاسه کولو په موخه له هغې سره وګوري.
د نوې کماري پلار انانتا شکايا، وويل چې هغه « پرون ورځې یوازې زما لور وه خو نن هغه يوه الهه ده.»
الهې بلوغت ته تر رسېدو وروسته له ستونزو سره مخامخیږي
د شکایا قيبلې هغه کورنۍ چې دې مقام ته د خپلو لورګانو د رسولو له پاره سره سيالي کوي، د کوچنيو نجونو تر غوره کیدو وروسته یې په ټولنه او همدا راز قبيله کې حيثيت لوړيږي.
خو کماريانې ډېر منزوي ژوند تیروي او په کال کې یوازې يو څو ځله په جشنونو کې د برخه اخیستو په موخه له معبده را وځي.
خو د بلوغت سن ته تر رسېدو وروسته دغه نجونې د ژوند په چارو او همدا راز په منظمه توګه ښوونځي ته د تګ په برخه کې ستونزې لري.
په نيپال کې دا عمومي باور هم خپور دی چې وايي هغه نارينه چې له يوې پخوانۍ کماري سره یې واده کړی وي، په ځوانۍ کې مړ کيږي چې دا د دې سبب شوې چې ډیرې دغه نجونې بې واده پاتې کيږي.