نیستلې غواړي قیمتونه نورهم لوړ کړي
۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبه
اعلان
د دغه شرکت رئیس، اولف مارک شنایدر د «فرانکفورتر الگماینه» المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي: «موږ پر خپلو محصولاتو باندي اضافه رامنځته سوي مصارف نه وو اچولي. ځکه به نو اوس قیمتونه لوړ ولاړ سي».
خو دا چي قیمتونه به څومره لوړ سي، په خبره یې د کار په بازار او انرژۍ په بیو پوري مربوطه ده. هغه همدارنگه وویل، په ډیرو هیوادونو کي زراعتي اومه مواد گران سوي، د انرژۍ بیي او کارگرانو معاشونه لوړ سوي دي. خو شرکت نه غواړي ددې لاري ځان موړ کړي او ډیره گټه وکړي: «موږ د دغه انفلاسیون عاملین او رامنځته کیدونکي نه یو، موږ هم لکه هر بل مصرف کونکی د هغه سره مخامخ یو».