1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانیاهو: جګړه مو د ایران د رژیم پر ضد ده، نه د ایران د خلکو

۱۴۰۳ آبان ۶, یکشنبه

د نتانیاهو په وینا اسرائیل د ایران د رژیم تر رهبرۍ لاندې د شرارت د محور پر وړاندې په جګړه کې دی او د اسرائیل دښمنان به یې درنه بیه پرې کوي.د هغه په وینا جګړه د ایران د ولس پر ضد نه، بلکې د استبدادي رژيم پر وړاندې ده.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو
د اسرائیلو لومړي وزیر د ایرانیانو په مخاطب کولو سره ویلي دي چې جګړه مو د استبدادي رژیم پر ضد ده، نه د تاسې پر وړاندې.انځور: DW

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په وینا پر ایران د اسرائیلو غچ اخیستونکې حمله «دقیق او ځواکمنه» وه. نوموړي د یکشنبې په ورځ د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه د حماس د برید د قربانیانو په یاد جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې اسرائیل په دې برید کې خپلو ټولو موخو ته رسیدلی دی.

نتانیاهو زیاته کړه چې اسرائیل د خپل موجودیت د ساتلو په خاطر«د ایران تر رهبرۍ لاندې شرارت له محور سره په جګړه کې دی او د اسرائیل دښمنان به یې درنه بیه پرې کوي.»

د اسرائیلو لومړي وزیر پر خپل هیواد د ایران له خوا د سلګونو بالستیک توغندیو په وسیله وروستي برید ته په اشارې سره وویل چې دغه برید ناکامه شو. نوموړي زیاته کړه «مونږ ژمنه کړې وه چې د ایران برید ته به ځواب ور کوو او د شنبې په ورځ مو خپله ضربه وارده کړه

د نتانیاهو په وینا د اسرائیل هوایي ځواکونو په ایران کې په ډیر شمیر اهدافو برید وکړ: «مونږ د ایران دفاعي توان او همدارنګه د هغو توغندیو چې زمونږ پر ضد کارول کیدل، تولید ته سخت تاوان ورسولو.»

نتانیاهو له امریکا څخه د دغه هیواد د ملاتړ او ترسره شوي همکارۍ له کبله مننه وکړه. نتانیاهو په مستقیم ډول د ایران د خلکو په مخاطب کولو سره وویل: «زمونږه جګړه ستاسې پر وړاندې نه ده، بلکې هغه استبدادي رژیم چې تاسې یې سرکوبه کړي یاست او ټوله سیمه ګواښي.»

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوه اسرائیلي چارواکي په نقل لیکلي دي «ایران د اسرائیلو له برید څخه مخکې د اس ۳۰۰ توغندیو ضد څلور دستاګاوې درلودې چې ټولې یې ویجاړې شوې دي.»

په ورته وخت کې دغې رسنۍ د یوه امریکایي چارواکي په نقل رپوټ ورکړی دی چې د اسرائیل په غچ اخیستونکي عملیاتو کې «د ایران د بالستیک توغندیو تاسیسات په نښه کړای شوي دي او د هغو تولید ته یې زیان اړولی دی چې بیارغونه یې ممکن کلونه وخت ونیسي».

د امنیت د شورا د بیړنۍ غونډې را بللو غوښتنه

د ایراني رسنیو په حواله د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د ملګرو ملتونو سازمان له عمومي منشي انتونیو ګوتېرش څخه د یوه لیک په ترڅ کې د نوموړي سازمان د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې د را بللو غوښتنه کړې ده.

خو په ورته وخت کې یې دا هم ویلي دي چې د امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو په موجودیت کې داسې هیله نه شي کیدلی چې ګوندې د تشنج د کمولو او اسرائیل د تیري د مخنیوي په برخه کې کومه خاصه نتیجه ترلاسه شي.

ګوتېرش د اسرائیل تر برید وروسته له ټولو خواو غوښتنه کړې وه چې له هر هغه اقدام څخه دې لاس واخلي چې په سیمه کې د تشنج د زیاتیدو سبب کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

02:35

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب