1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

اسرائیل: د حماس له خوا د غلط مړي پاتې شوني سپارل شوي

۱۴۰۴ آبان ۶, سه‌شنبه

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي دي چې دغه هیواد ته د حماس له خوا د غلط مړي پاتې شوني سپارل شوي. نتانیاهو د ځوابي عملیاتو ګواښ کړی دی.

Israel Tel Aviv 2025 | Demonstration für Rückgabe von Leichen der 13 in Gaza festgehaltenen Israelis
انځور: Mostafa Alkharouf/Anadolu/IMAGO

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې دوی ته سپارل شوي انساني پاتې شونې د هغو اسرائیلي یرغمل شوو نه دي، کوم چې د اوربند د موافقې په اساس باید اسرائیل ته وسپارل شي. تنانیاهو دغه اقدام د اوربند د موافقې نقضول بللی دی.

فلسطیني وسله واله ډله حماس وایي چې د اوربند پر موافقې عمل کوي او د یرغمل شوو د مړو پیدا کولو پوره کوښښ کوي، خو په غزه کې د شدیدې ویجاړۍ او د تشخیص د وسایلو د نشتوالي له کبله دغه هڅې له ستونزو سره مخامخ کیږي.

د اسرائیل د لومړي وزیر په حواله د حماس له خوا ورته سپارل شوي انساني پاتې شوني د هغه اسرائیلي یرغمل شوي کس وو چې مړی یې اسرائیلي پوځ د غزې جګړې په لومړیو کې موندلی و.

د نتانیاهو په خبره د موافقې له مخې حماس باید د هغو اسرائیلي یرغمل شوو مړي دوی ته سپارلی وای چې د حماس په توقیف کې مړه شوي دي.

بل لور ته په اسرائیل کې دغه غوښتنې ډيرې شوې دي چې د اوربند د سرغړونې په سبب باید د حماس پر ضد سخت اقدام وشي.

د یادونې وړ ده چې حماس د اوربند د موافقې په اساس ټول ژوندي اسرائیلي یرغمل کړي خوشې کړل، په داسې حال کې چې اسرائیل بیا نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل او په غزه کې یې خپل پوځي عملیات ودرول.

په تیرو ورځو کې په غزه کې د ماشینونو، په ځانګړي توګه له مصر څخه د راوړل شوو بلدوزرونو په مرسته، د مړو د لټون چارې ګړندۍ کړای شوې دي. ویل کیږي چې کیدای شي ځینې مړي د ځمکې لاندې د حماس په تونلونو کې وي، خو په ډیر شمیر ځایونو کې دغه تونلونه ډیر سخت ویجاړ شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل