د حماس د یرغمل شوو او فلسطیني بندیانو د تبادلې پنځم دور د شنبې (د فیبرورۍ ۸ نیټه) په ورځ ترسره شو. د اسرائیل حکومت له حماس سره د اوربند د مذاکراتو دویم پړاو د دوام له پاره قطر ته د خپل پلاوي د استولو خبر ورکړی دی.
د اسرائیل د لومړي وزیربنیامین نتانیاهو دفتر د شنبې (د فیبرورۍ ۸ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې نوموړي قطر ته د خپل پلاوی د استولو امر کړی دی.
ټاکل شوې ده چې نتانیاهو به نن یکشنبه د امریکا له سفر څخه تر ستنیدو وروسته له خپلي امنیتي کابینې سره یوه غونډه ترسره کړي، چې موضوع به یې له حماس سره د اوربند د موافقتنامې دویم پړاو وي.
«د حماس له منځه وړل» د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر همدارنګه یوه ویدیو خپره کړې ده چې نتانیاهو په کې یو وار بیا «د حماس پر لمنځه تللو او د یرغمل شوو په بیرته ستنولو» ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له حماس سره د پاتې یرغملو کسانو کورنۍ د اسرائیل حکومت له حماس سره په مذاکراتو کې د قاطعیت په نه ښوولو تورنوي. دوی په دې برخه کې قطر ته د مذاکراتو د دویم فاز د پیلولو له پاره د استول شوي پلاوی د واک پر محدودیت نیوکه کوي.
د پاتې یرغملو کسانو کورنۍ همدارنګه یوځل بیا په غزې کې د جګړې اور د لمن له پراخیدو څخه خبرداری ورکوي.
روانو جګړو د غزې تړانګه په بشپړه توګه ویجاړه کړې دهانځور: Jehad Alshrafi/AP/picture alliance اسرائیلي رسنیو د دغه هیواد د حکومت د لوړپوړو چارواکو په استناد رپوټ ورکړی دی چې نتانیاهو قطر ته استول شوي پلاوي ته یوازې دا اختیارات ورکړي دي چې د تخنیکي جزویاتو په اړه خبرې وکړي.
د نسبتا ټيټې رتبې کسان همدرانګه ویل کیږي چې د دې پلاوی غړي د پخواني پلاوی په پرتله د ټیټې رتبې کسان دي. د بیلګې په توګه دا وار د اسرائیل د استخباراتي سازمان (موساد) مشر په دې پلاوي کې شتون نه لري، بلکې یوازې نیمه لوړ رتبه چارواکي او متقاعد جنرال ګال هیرش، چې د یرغملو کسانو د اړوندو مسایلو همغږي کوي حضور لري.
د اسرائیل او حماس ترهګرې ډلې ترمنځ غیر مستقیم خبرې اترې چې د قطر، مصر او امریکا متحده ایالاتو په منځګړيتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره کیږي، ټاکل شوې ده د روانې فیبرورۍ میاشتې په پای کې د اوربند د موافقې د دویم پړاو په هکله به په کې بحث وشي.
په اسرائیل کې د افراطي نظر درلودونکو کسانو غوښتنه دا ده چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، دې د حماس غوښتنو ته نه تسلیمیږي او دغه سازمان دې په بشپړ ډول لمنځه یوسي.
د دې برعکس بیا انتقاد کوونکي پر نتانیاهو تور لګوي چې په دې برخه کې یې د ښي اړخو افراطیانو د غوښتونو مطابق ګامونه پورته کړي دي او د اړینو ګامونو پورته کول یې شاته پريښي دي.
د ايران او اسرائيل پټه جګړه په انځورونو کې
په داسي حال کې چې عربي ملکونه له اسرائيل سره د فلسطين پر سر خپلې ترینګلې اړیکي پای ته رسوي، د ايران او اسرائيل د «پټې» جګړې لمبې هره ورځ له يوې ګوښې راپورته کيږې. د ايران او اسرائيل پټه جګړه په دې انځوريز راپور کې: انځور: Reuters/WANA/N. Tabatabaee په داسې حال کې چې په ايران کې د بيرغ جوړولو کارخانې په مظاهرو کې د بیرغ سوزولو او تر پښو لاندې کولو له پاره د اسرائيل بيرغونه تولیدوي، عربې هيوادونه مخکې له مخکې خپلې خصمانه اړيکې له اسرائيل سره د فلسطين په اړه پاې ته رسوې.
انځور: Reuters/WANA/N. Tabatabaee د نطنز پر تاسیساتو پرله پسې بريدونه د «تکنالوژۍ هستوي ملي ورځ» او د نطنز د تاسيساتو بيا رغولو څخه يوه ورځ وروسته يې د بريښنا پر سیستم برید وشو. د ایران د هستوي انرژۍ رئيس علي اکبر صالحې دا بريد د «هستوي ترهګرۍ» په نامه یاد کړ.
انځور: picture-alliance/Tampa Bay Times رسنيو د اپريل پر اومه نېټه د «ایران ساويز» پر بیړۍ د برید خبر ورکړ. نيويارک ټايمز، دغه حمله د اسرائيل له خوا ګنلې وه او ليکلې يې ول، چې دغه برید د لوري او هلپوس رې په نامه د اسرائيلو پر سوداګریزو بیړیو باندي د بريد په ځواب کې شوی دی.
انځور: Planet Labs Inc/AP/picture alliance له ليري څخه د فخري زاده ترور د ايران د دفاع وزارت معاون او د پوځ مشر محسن فخری زاده، چې په اتمي پروګرام کې له ګډون مخکې يې له حسن تهراني سره شمالي کوريا ته سفر وکړ او د ايران د توغندیو پروګرام بنسټ يې کيښود. هغه په يوه چاودنه کې وويشتل شو. د ده د مړيني په هکله د اسرائيلو لومړي وزير بينيامین نتانياهو ويلي وو:«د هغه نوم په ياد کي وساتئ».
انځور: IRIB NEWS AGENCY/AFP د اسرائيلو له منځه وړلو خبردارې د ايران اسلامي جمهوريت کابو ټول مقامات اسرائيل په نابودولو ګواښې.
انځور: MIZAN د تهران پر محور برید ـ د لبنان سویل اسرائيل د ايران اسلامي جمهوريت د عراق او سوريې له لارې د لبنان په سويل کې حزب الله ته د نظامي تجهيزاتو په رسولو تورنوي او تل په دغه سيمو کې د «ایران متحد حزب الله» پر مرکزونو بريدونه کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Sana په ایران پورې تړلې ځواکونو باندې بريد د دسمبر پر ۲۴ مه خبري رسنيو خبر ورکړ، په سوریه کي په شپنيو عملیاتو کې چې احتمالا د اسرائيل له خوا ترسره شوي ۵۷ کسان چې په هغوی کې ۳۱ يې د ايران له پوځ سره نږدي کسان وو، وژل شوي دي.
انځور: Mizan اسرائيل ته د ایران د هستوي ارشيف انتقال د اسرائيل لومړي وزير بنيامین نتانياهو د ايران هستوي اسنادو غلا کولو په موخه د خپل هيواد د خفیه دستګاه عملیاتو څخه خبر ورکړ.
انځور: Reuters/A. Cohen په اسرائيل کې ايرانې توکې بنيامن نتانياهو د مونشن امنيتي کنفرانس په بهير کې د اسرائيلو په فضا کي د ايران د يوې ويشتل شوي بې پيلوټه الوتکي ټوټې گډونوالو ته وښوولې.
انځور: picture-alliance/dpa/MSC 2018/L. Preiss په نطنز کې د سرائيل بې پيلوټه الوتکه په ۲۰۱۴م کال کې د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کي ویلي ول چې د سرائيل يوه بې پيلوټه الوتکه چې له رادار څخه د پټېدو توان لري او د «نطنز هستوي سیمي حریم» ته يې د ننوتلو قصد درلود، ويشتلې او راغورځولې ده.
انځور: mashreghnews د غزې تراړې ته د وسلو لیږد د اسرائيلو سمندري ځواک په ۱۳۹۲ کال کې د«کلوس سي» په نوم يوې بار وړونکي بیړۍ چې د پاناما بیرغ پرې رپېد، د درولو خبر ورکړ. په دغه بیړۍ کې د فلسطينيانو له پاره د ايران توغندي بار ول.
انځور: Kate Shuttleworth د ملګرو ملتونو په عمومي غوڼده کې خبرداری بينامین نتانياهو په ۲۰۱۲م کال کي د دغه انځور په ښکاره کولو سره د ايران اسلامي جمهوریت له اتمی بمب جوړولو څخه خبرداری ورکړی وو.
انځور: Getty Images د «توغنديو د پروګرام پلار» په وژلو کي د اسرائيل ونډه په خپله يې ويلې ول: «زما پر قبر وليکئ، دلته داسي کس خښ دی چې غوښتل يې اسرائيل له منځه يوسې.» سپاه پاسداران په دې بريد کي د اسرائيل ونډه رد کړه او د حسن تهراني وژل يې يوه پيښه وګڼله. خو ورور يې بيا وويل چې دا يوه پيښه نه وه، بلکې له مخکې جوړ شوی ترهګريز پلان وو.
انځور: Fars په ۲۰۱۲ م کې په بانکوک کي بمب ايښودنه تايلند، ايران په بانکونک کي د اسرائيل د ديپلوماتانو په ترورولو ګرم وګڼه. دغه درې تنه تورن کسان ايراني اتباع ول.
انځور: AP/Spokesman Office of National Thai Police د هستوی پروسې اړوندو کسانو ترور له ۱۳۸۸ تر ۱۳۹۰ پوري د هغه عملیاتو په ترڅ کي چې ترسره شوي لکه په موټرو پورې نښلول شوي مقناطيسې بمونو په چاودنو کي د ایران په اتومی پروګرام کي ګډ کسان د ترهګریزو حملو ښکار شول.
انځور: FARS/ Borhannews د ایران د اطلاعاتو وزارت په ۱۳۹۱کال کي اعلان وکړ چې يوه ترهګره ډله يې په نخښه کړې او نيولې ده. ۱۲ نیول شوی کسانو د تلويزون په مستنده خپرونه کي د اسرائيل تر نظر لاندې د ترور په هکله «اعتراف» وکړ. په ۱۳۹۸ کي معلومه شوه چې نیول شویو کسانو له ترهګرۍ سره کومه اړیکه نه درلوده، بلکي د شکنجو له کبله اعتراف ته اړ شوی ول. پرته له مجيد جمالي چې اعدام شو، پاتې نور آزاد شول.
انځور: Shahr.ir د ايران يورانیمو غني کولو استاکس نت انترنتي تاسیساتو باندي سايبرې حمله.
انځور: MEHR په ارجنتين کي د یهوديانو په مرکز کې چاودنه د ۱۹۹۴م کال کې د ارجنتين په بونيوس آيرس کي د یهوديانو په «آميا» مرکز کې ترهګريز بريد د ۸۵ کسانو د مړيني سبب شو او تر ۲۰۰ زيات کسان پکي ټپيان شول. د ارجنتين دولت په دغه چاودنه کې تر اوسه درې وارې ايران په لاس لرلو تورن کړی او ادعا يې کړې ده چې د بريد طرحه په تهران کي جوړه شوی وه.
انځور: picture-alliance/dpa