له ایران سره اکثره د پخواني شوروي اتحاد د دور روسي ميګ او سخویې جنګي الوتکې دي. له دغه هیواد سره یو شمیر چینایي الوتکې هم شته چې په هغو کې د F-۷ الوتکې هم شاملې دي. د ایران له هوایي ځواکونو سره له اسلامي انقلاب څخه د مخکې دورې یو شمیر F-۴ او F-۵ جنګي الوتکې هم موجودې دي.
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERS
د ایران له خوا د دې بیس یا اډې دننه انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوې دي. د ایران خبري آژانس په حواله «په دې اډه کې د بې پیلوټه الوتکو سربیره هر ډول جنګي او بم غورځونکې الوتکې ساتل کیدلی شي.»
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERS
دا چې دغه بیس په کوم ځای کې موقعیت لري هیڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د ایران په دولتي تلویزون کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې «دغه بیس د غرونو لاندې په لسګونو متره ژوروالي کې جوړ شوی دی او دا د امریکا له ستراتیژیکو جنګي بمونو سره د مقابلې توان لري.»
د دولتي رسنیو په حواله ایران د دا ډول پټو اډو په وسیله خپلې جنګي الوتکې له «احتمالي بریدونو سره د مقابلې» په خاطر اماده کولی شي، لکه امریکا او اسرائیل چې د خپلو وروستیو پوځي تمرینونو پر مهال کړي ول.
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERS
انځورونه1 | 6
د دغې امریکايي رسنۍ په لیکنه کې راغلي، په داسې یو حالت کې چې که چیرته اسرائیل پر ایران برید وکړي، ښایي ایران پر اسرائیلو تر ۱۰۰۰ بالستیک توغندي وتوغوي، په سیمه کې به د خپلو ملېشو او نیابتي جنګیالیو بریدونه پراخ کړي او دغه راز به په فارس خلیج او د هرمز تنګي کې د کښتیو په تګ را تګ کې ګډوډي جوړه کړي.
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، که د اسرائیلو غچ اخیستنه یوازې په څو پوځي تأسیساتو او د وسلو ډیپو پورې محدوده وي، نو امکان لري چې ایران به د دې بریدونو له ځواب ورکولو ډډه وکړي.په تیرو څو ورځو کې په ایران باندې د اسرائیلو د احتمالی بریدونو د ډول او شمیر دغه راز د ایران د احتمالي ځواب په هکله ګڼ شمیر تحلیلونه او وړاندوینې خپرې شوې دي.