1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت کړکیچ؛ نیویارک بیړنی حالت اعلان کړی

۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبه

د نیویارک ښار د زرګونو پنا غوښتونکو د ورتګ په پایله کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې دغه ښار د تازه ورغلو پنا غوښتونکو له عهدې نه شي وتلی او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

USA I Migranten, die mit Bussen aus Texas gebracht wurden, erreichen das Naval Observatory in Washington
انځور: Stefani Reynolds/AFP

د امریکا متحده ایالاتو له سویلي سرحد څخه د زرګونو پناه غوښتونکو داخلیدل د دې سبب شوی دی چې د نیویارک ښاروال اریک آدمز، بیړنی وضعیت اعلان کړي.

آدمز، وایي چې د ښار حالت داسې شوی دی چې تر ګنجایش ډیر پنا غوښتونکي له خپلو کورنیو او ماشومانو سره ورته داخلیږي. نوموړی خبرداری ورکوي چې دغه ښار په دومره لوړ شمیر کې د پناه غوښتونکو د ځایولو توان نه لري: «نیویارک د ګړنګ په څنډه کې قرار لري. مونږ مرستو ته اړتیا لرو او هغه هم همدا اوس غواړو.»

آدمز اشاره کوي چې هره ورځ له پنځو تر شپږو پورې د پناه غوښتونکو لیږدونکي بسونه نیویارک ته داخلیږي او یوازې د تیرې پنجشنبې په ورځ د پناه غوښتونکو ۹ بسونه رسیدلي دي.

اړوند: د بايدن حکومت ۱۲۵ زره مهاجرو ته د پناه غوښتنې وړانديز کړی

د هغه په وینا نیویارک د پناه غوښتونکو له پاره ۴۲ نوي استوګنځایونه په پام کې نیولي دي چې ډېره برخه يې په هوټلونو پورې اړه لري، سره له دې هم، دغه ځایونه کافي نه دي. 

آیا جمهوري غوښتونکي په دې کار کې لاس لري؟

د روان کال له پسرلي څخه د بسونو په وسیله نیویارک ته د مهاجرو ورتګ دوام لري چې په ځینو مواردو کې د دې کار تنظيم او مالي امکانات یي د ټکزاس او آریزونا د جمهوري غوښتونکو سیاستوالو له خوا تامينیږي.

یو شمیر اټکل کوي چې د دې احتمال شته چې جمهوري غوښتونکي هڅه کوي له دې کار سره دیموکراتان یا جو بایډن حکومت تر فشار لاندې راولي، څو خپل د مهاجرت سیاست بدل کړي.

اړوند: امریکا افغانانو ته د ویزې غوښتنې بهیر اسانه کوي

له سرحدي سیمو څخه د دیموکراتانو تر کنترول لاندې ښارونو لکه واشنګټن، نیویارک او شیکاګو ته د پنا غوښتونکو د انتقالولو له پاره د اریزونا او ټکزاس د چارواکو هڅې د دې سبب شوي دي چې څو اونۍ مخکې په واشنګټن کې هم بیړنی حالت اعلان شي.

اریک ادمز وایي، نیویارک اوسمهال له مرکزي او سویلي امریکا څخه د ورغلو تر ۱۷ زرو ډیرو پنا غوښتونکو کوربه دی. دوی د امریکا د فدرالي قوانیونو له مخې د کار اجازه نه لري، خو سره له دې هم آدمز هغوی ته هرکلی وایي او یادونه کوي چې نیویارکیانو تل خپلو «مهاجرو خویندو ورونو» ته هرکلی ویلی دی.

د نیویارک ښاروال په عین وخت کې یادونه کوي: «د نیویارکیانو خواخوږي نا محدونه ده، خو سرچینې بیا نامحدودې نه دي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب