د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن حتی ګواښ کړی دی که چېر ټېک ټاک د «بايټ ډانس» له شرکت څخه جلا نه شو نو بشپړ بندیز به پرې ولګول شي. خو بايټ ډانس د چين حکومت ته د هر ډول ارقامو او معلوماتو د ورکړې خبره ردوي.
د چين غبرګون
چين د بريتانيا له خوا پر ټيک ټاک د بندیز پريکړه سياسي وبلله.
د بريتانیا پر پريکړه په لندن کې د چين سفارت غبرګون ښکاره کړ او ویې ويل چې په بريتانیا کې په دولتي تليفونونو کې پر ټيک ټاک د بندیز پريکړه له حقيت سره تړاو نه لري.
د چين د سفارت په حواله دا پريکړه په بريتانيا کې د اړونده شرکتونو په ورځني کارونو کې مداخله ده او له دې ډول پريکړو سره به بريتانيا خپلې ګټې زيانمنې کړي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, dpa)
زموږ له آرشيف څخه:
لومړی آيفون موبايل په ۲۰۰۷م کال کې بازار ته راووت. هغه وخت خلکو فکر نه کاوه چې ځیرک تيليفونونه او ټولنيزې رسنۍ به دومره پرمختک کوي. دلته د لومړي آيفون نه تر آيفون دولس پورې سفر په انځورونو کې کتلی شئ.
انځور: Apple Inc./Brooks Kraft/AFP
لومړی آیفون
لومړی آيفون د ۲۰۰۷م کال په جون میاشت کې معرفي شو. نوم يې «آیفون» وو، چې په توليد سره يې د ايپل شرکت هم مشهور شو. د دغه موبايل کمره دوه ميګا پکسله وه او د ټچ سکرين قابليت او ځينې نورې وړتياوې يې هم درلودې. دغه موبايل په مارکيت کې د یو «انقلابي» توليد په څير ثابت شو.
انځور: picture-alliance/dpa/Apple
تري جي آيفون
ايپل شرکت د ۲۰۰۸م کال د جولای مياشتې پر ۱۱مه، تري جي آیفون راويست. د دغه ګرځنده تيليفون تر ټولو مهم خاصيت دا وو چې «تري جي» انترنيت سره يې جوړښت درلود چې هغه وخت ډيره لویه خبره وه.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Mabanglo
آيفون تري جی ايس
د ۲۰۰۹م کال په جون مياشت کې اپيل خپل دريم ماډل ګرځنده تيليفون «آيفون تري جي ايس»معرفي کړ. د دغه تيليفون کامره درې ميګاپکسله وه او د ويډيو ريزوليوشن يې ۴۸۰پی وو. دا د مخکنيو ماډلونو په پرتله ډير قوي موبايل وو.
انځور: imago
آيفون څلور
يو کال وروسته، د ۲۰۱۰م کال د جون میاشتې پر ۳۱مه «آیفون څلور» معرفي شو. د آيفون څلور کامره پنځه ميګاپکسله او د ويډیو ريزولوشن يې تر ۷۲۰ پکسل پورې وه. دا لومړنی ګرځنده تيليفون وو چې په ايچ دي کیفت ويډيو اخیستونکې کامره یې درلوده.
انځور: picture alliance/dpa
آیفون څلور ايس
آيفون څلور ایس، د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر میاشتبې پر ۱۴مه معرفي شو. دا له مخکيني ماډل څخه ډير پرمختللی وو. کامرې ېې ۸ ميګاپيکسله عکس او ۱۰۸۰ پيکسله ويډيو اخیستله.
د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر پر ۱۳مه ايپل خپل آيفون ۱۲ هم معرفي کړ. زياته شوې چې د دغه ماډل ټيلفون ۳ نور ورژنونه (آيفون ۱۲ کوچنی، پرو او تري ډي) به هم په نژدې راتلونکې کې بازار ته راووځي.