1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځینو افغانانو له هالند څخه د جبران خسارې غوښتنه کړې

۱۴۰۰ فروردین ۹, دوشنبه

د هالند په یوه محکمه کې وکیلانو د هغو افغانانو پر دوسيې باندې کار پيل کړی چې په ۲۰۰۷م کال کې د هالندي ځواکونو په بمباريو کې ټپيان شوي دي. محکمې ويلي دي چې هالندي ځواکونو په حمله کې د وسلوالو او ملکيانو توپير نه دی کړی.

Afghanistan US-Soldaten
انځور: picture-alliance/DoD/Newscom/US Army Photo

رويټرز خبري آژانس له دنهاګ څخه ليکلي چې د هالند يوې محکمې ورته د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۲۹مه) ويلي دي چې هالندي ځواکونو د افغانستان په روزګان ولایت کې د يوې حملې پر مهال د ملکیانو او وسله والو تر منځ د توپير په کولو کې پاتې راغلي او په دغه پېښه کې يې يو غير متناسب ځواک کارولی دی. پيښه د ۲۰۰۷م کال ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې څلور افغانان او د یوه مړ شوی کس خپلوان د هالند يوې ملکي محکمې ته د افغانستان په روزګان ولایت کې د ېوې پيښې په اړه چې دوی ورته جنګي جنایت وايي، عارض شوي او د جبران خسارې غوښتنه يې کړې ده.

هالندۍ وکيلې ليزابت زوګفيلد د دغې قضيه اړوند په لومړنۍ غونډه کې هالندي قاضيانو ته وويل: «د (هالند) حکومت په حملو کې د وسله والو او ملکيانو تر منځ په اساسي توپير کولو کې پاتې راغلی دی.»

په روزګان کې هالندي ځواکونه د ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۰ کال پورې د آيساف ماموریت په چوکاټ کې ميشت ولانځور: AP

هغې زیاته کړې ده چې بریدونه «داسې ښيي چې ګواکې د يو افغان ژوند زموږ له پاره ډيره ارزښت نه لري.»

د هالند حکومتي وکيلانو بیا دغه شکايتونه رد کړي دي چې ګواکې د حملې پر مهال ملکيانو ته په سمه توګه خبرداری نه وو ورکړل شوی او ځواکونو په حمله کې له ناسمو استخباراتي معلوماتو څخه کار اخیستلی وو.

یوې حکومتي وکيلې کارليجن تيوبان قاضيانو ته وويل: «د هالند حکومت پر وړاندې دغه جدي شکايتونه بې بنسټه دي.»

هالندي ځواکونه له ۲۰۰۶م تر ۲۰۱۰م کاله پورې د نړیوال امنيت مرستندويه ځواکونو د ماموريت (ISAF) په چوکاټ کې په روزګان ولایت کې ميشت ول. دغو ځواکونو د ۲۰۰۷م کال په جون مياشت کې د طالبانو تر يوه برید وروسته د چورې ولسوالۍ پر يوه کلي باندې حمله وکړه.

د هالند د دفاع وزارت په حواله، تر یادې جګړې وروسته بيا په څو ورځو کې د يوه هالندي عسکر او له ۵۰ څخه تر ۸۰ ملکیانو په ګډون، شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي ول. په رپوټ کې د قضيې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

رويټرز/م.ک.ص/ن.ز.