1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مقدساتو ته په توهين تورن هلک پر ځای ما بندي کړئ»

۱۳۹۹ مهر ۷, دوشنبه

په پولنډ کي د آسشويڅ بيرکناؤ د يادساتنې د مرکز رئيس د نايجيريا ولسمشر ته وړانديز کړی چي په دغه هيواد کي په بند محکوم سوي ۱۳ کلن پر ځای دې دی بندي کړي. دغه هلک په لسو کالو بند محکوم شوی دی.

Symbolbild Folter Afrika
انځور: Getty Images/AFP/F. Buccialrelli

پيوتر سيوي سکي، او ۱۱۹ نورو کسانو د نايجيريا پر ولسمشر محمدو بوهاري ږغ کړی دی چي هغه ۱۳ کلن هلک ته دې چي مقدساتو ته د توهين په تور په ۱۰ کالو بند محکوم سوی دی، عفوه وکړي. دا خبر د ناجيريا يوې ورځپاڼي «سنډې پنچ» د يکشنبې د ورځي (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۲۷مه نېټه) په ګڼه کي خپور کړی دی.

پيوتر سيوي سکي، په پولنډ کي د آوسشويتڅ بيرکناؤ د يادساتنې د مرکز او موزيم رئيس دی. آوسشويتڅ بيرکناؤ د نازيانو د وخت هغه زنداني کمپ دی چي ورڅخه د سيستماتيکي انسان وژني کار اخيستل کيدی. په ۱۹۴۵ کال کې د آوسشويتڅ کمپ د آزادېدلو پر وخت په دغه کمپ کي لږ تر لږه ۷۰۰ کمسنه بنديان موجود ول. په دغو کي يې ۵۰۰ تر ۱۵ کالو کم عمر لرونکي ماشومان ول. دغه پخواني د انسان وژنې په فابريکه کي اوس د يادساتنې يو مرکز او دولتي موزيم فعال دی چي مشري يې د سيوي سکي په غاړه ده.

سکي ولسمشر محمدو بوهاري ته په ليک کي وړانديز کړی چي ۱۳ کلن هلک چي په لس کاله بند محکوم سوی دی عفوه کړي. په دې ترڅ کي بوهاري ته د ۱۲۰ کسانو د نومونو ليسټ هم لېږل سوی دی چي په رضاکارانه توګه یې ځان دې ته چمتو ښودلی چي د هلک پر ځای يوه يوه مياشت قيد پر ځان ومني.

اړونده موضوع:نايجيريا ـ شرعي محکمې سندرغاړی په اعدام محکموم کړ

د عمر فاروق په نوم د ښوونځي شاګرد د اګست په مياشت کي د نايجيريا په شمال کي د يوې محکمې له خوا اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور پړ وبلل سو او ورباندي د ۱۲۰ مياشتو قيد راووت. پر دغه هلک تور دی چي د خپل ملګري مخي ته يې په يوه خبره/تبصره کي د اسلام مقدساتو ته سپکاوی کړی ؤ.

په نايجيريا کې مقدساتو ته د سپکاوي د قضيو زياتېدو نړيواله ټولنه انديښمنه کړېانځور: Getty Images/AFP/A. Abubakar

سکي په خپل ليک کي ليکلي چي په آوسشويتڅ کمپ کې چيري چي د نازيانو په وخت کي ماشومان هم بندي ول او هم وژل کېدل، دی د «بشريت له پاره د شرم وړ داسي يوې جزا په وړاندي خاموش» نه سي پاته کيدلای. د دغه يهودي ديني عالم په وينا نه بايد چي د دغه ماشوم ماشومتوب ورڅخه واخيستل سي.

سکي ليکلي چي که ولسمشر بوهاري نه سي کولای چي د هلک په وړاندي د محکمې جزا لغوه کړي، نو په هغه صورت کي دی او ۱۱۹ نور بالغ رضاکاران چمتو دي چي د دغه هلک پر ځای يوه يوه مياشت په قيد کي تېره کړي. سکي زياته کړې ده چي دی چمتو دی چي د دغه ۱۳ کلن هلک د ښوونځي مصارف په غاړه واخلي.

د ناجيريا په شمال کي په محکمو او جزايي موضوعاتو کي هم له دولتي قانون او هم له شرعي قوانينو څخه کار اخيستل کيږي.

آ./ا.ا./ب.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب