1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

د نیجر پوځي قوماندانانو د کودتا اعلان وکړ

۱۴۰۲ مرداد ۵, پنجشنبه

په نیجر کې پوځي قوماندانانو کودتا وکړه او د شپې د تګ راتګ ترڅنګ یې د ټولو دولتي دفترونو د تړلو اعلان وکړ. لویدیځو هیوادونو دغه کودتا وغندله او اعلان یې وکړ چې د دغه هیواد د ولسمشر محمد بازوم ملاتړ کوي.

Niger | TV-Ansprache Colonel Major Amadou Adramane
انځور: ORTN/REUTERS TV

د لویدیځې افریقا په نیجر هيواد کې د پوځ د قوماندانانو یوې ډلې د کودتا اعلان وکړ. د اردو یو قوماندان اماداؤ عبدالرحمن د هیواد په تلویزیون کې راڅرګند سو چې د نهو نورو قوماندانانو له خوا بدرګه کیده او ویې ویل چې ټول دولتي دفترونه تړل سوي او د هیواد پولې به «ترهغې پورې تړلې وي چې وضعیت ارام  سې.» همدارنګه، د شپې لخوا تګ راتګ بند دی.

کودتا د چهارشنبې په ورځ د جولای پر ۲۶ مه د نیجر په پلازمېنه نیامي کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ناڅاپه محاصرې سره پیل سوه. دا لا هم څرګنده نه ده چې پر ۲۶ میلیونو وګړو باندي به په دغه هېواد کې رښتیا څوک واک په لاس کې ولري. دا هم څرګنده نه ده چې دا لس سرتېري چې په تلویزیون کې راڅرګند سول د ټول وسله وال پوځ په استازیتوب خبرې کوي که نه.

اړوند مطالب:نيجر به د افريقايي مهاجرو له پاره لا هم یو ترانزيت هيواد وي

دوی په یوه بیان کې اعلان وکړ: «د ۲۰۲۳ م کال د جولای پر ۲۶ مه د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد د ملي نجات په شورا کې د رژیم د ختمولو پریکړه وکړه لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ.»

د دوی په خبره، دوی دا پرېکړه د «امنیتي وضعیت د پرله پسې خرابوالي او د حکومت د ناسمې اقتصادي او ټولنیزې رهبرۍ» له امله کړې، چې پوځ ژمنه کړې ده چې د هېواد پر ټولو ژمنو به عمل کوي.

عمومي مفتش زورن په نایجر کې د جنګي لامبو څخه لیدنه وکړهانځور: Carsten Hoffmann/dpa/picture alliance

په مالي او بورکینا فاسو کې تر دوو پوځي کودتاوو وروسته، نیجر د دریو ساحلې ګاونډیانو وروستی و چې د ډیموکراتیک حکومت له خوا اداره کیږي.

د ۲۰۲۲م کال په پای کې، اروپایي اتحادیې پریکړه وکړه چې په نیجر کې د سیمه ایز تروریزم سره د مبارزې له پاره پوځي ماموریت ترسره کړي.

اړوندمطالب:نايجيريا: د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۱۵۰ کسانو د مړينې ويره

د آلمان پوځ هم دغه ماموریت ته خپل یو شمیر عسکر استولي دي چې په نیامي کې ځای پر ځای سوي دي. جرمني هلته د هوايي ټرانسپورت یوه اډه جوړه کړې چې شاوخوا ۱۰۰ جرمني عسکر ځای پر ځای  دي. له کودتا وروسته د آلمان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دوی سرتیري اوس خوندي دي.

د نړیوال لخوا غندنه

د نیجر کودتا د نړیوالې ټولنې له خوا په کلکه غندل سوې ده. ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امريکا او د لوېديځې افريقا هېوادونو اقتصادي ټولنې دا کار غندلى او د ٦٣ کلن بازوم د ازاد  کېدو او اساسي قانون ته د ستنېدو غوښتنه يې کړې ده.

آرشیف نایجر نیامی | ولسمشر محمد بازومانځور: Boureima Hama/AFP/AP/dpa/picture allaince

اروپايي ټولنه وايي چې د کودتا له پلانوونکو سره يې د شپې پر مهال خبرې اترې هم کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نیوزیلنډ ته د خپل سفر پر مهال ویلي، هېواد یې د زور په وسیله د واک د نیولو هر ډول هڅه غندي. هغه روښانه کړې ده چې امریکا د نیجر له حکومت او ملګرو سره په تماس کې ده او هڅې روانې دي چې مسله په سوله ایزه توګه حل سي.

بلینکن وویل چې امریکا له بازوم سره په تلیفوني اړیکه کې څرګنده کړه چې د هغه ولسمشر ملاتړ کوي چې د خلکو په رایو ټاکل سوی دی.

اړوند مطالب:د افریقايي ښځینه مهاجرو پر سر گټور تجارت

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل او د اروپایي اتحادیې د شورا رئیس چارلیس میشل د چهارشنبه په ورځ دوه ځله له بازوم سره خبرې وکړې، چې تر هغه وخته د خپلې کورنۍ سره په خپل کور کې و. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د نیجر له ولسمشر سره خبرې کړې دي.

په دوو ګاونډیو هیوادونو مالي او بورکینا فاسو کې کودتا د ۲۰۲۰م کال راهیسې د اروپایي ملګرو څخه د وتلو او د مالي ثبات له پاره د ګمارل سوي ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

په مالي کې د بارکخان عملیاتانځور: Philippe De Poulpiquet/MAXPPP/dpa/picture alliance

نیجر د زیږون تر ټولو لوړه کچه او په نړۍ کې تر ټولو ځوان نفوس لري. د ۱۰ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان د هیواد د نفوس دریمه برخه ده. د دغه هيواد تر ۴۰ سلنه زیات خلک په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي. سربیره پردې، نیجر د مهاجرینو له پاره یو له خورا مهم ټرانزیتي هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې غواړي مدیترانې سمندرګي ته ورسیږي.

ص.ز/ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل