د ارمنستان لومړي وزير اروپايانو ته له ترکيې خبرداری ورکړ
۱۳۹۹ مهر ۱۳, یکشنبهنيکول پاشينجان پر اروپايانو ږغ کړی دی چي د ناګورنو قره باغ په لانجه کي ورڅخه «د ښکاره دريځ نيولو» انتظار لري. هغه زياته کړې: «که نړيوالې ټولنې لا تر اوسه د جيوستراتيژيکي وضعې سمه ارزونه نه وي کړې، نو اروپا بايد ډېر ژر و ويانا ته نژدې د ترکيې منتظره واوسي.» پاشينجان دغه څرګندونې د آلمان ورځپاڼي «بلډ» ته کړي دي.
د دې پوښتني په جواب کي چي ايا حکومت بايد په ښکاره توګه بيان کړي چي د ناګورنو قره باغ روان بحران چا پېل کړ، پاشينجان ويلي:«هو، آلمان بايد چي د ترکيې له خوا په سيمه کي د بحران په ترڅ کي له سوريې څخه راجلب کړل سوو ترهګرو او اجيرانو دخيل کول وارزوي.»
د ارمنستان د لومړي وزير په وينا ترکيه پسله سلو کالونو څخه د سويلي قفقاز سيمي ته بېرته راګرځېدلې ده:«چي د ارمنيانو پر وړاندي هغې ولسوژني ته ادامه ورکړي چي د ۱۹۱۵ کال په مني کي په ترکيه کي تر سره سوې وه» نوموړي د ترکیې پر ولسمشر رجب طيب اردوغان تور لګولی دی چي امپريالیستي سياست پر مخ وړي. د هغه په وينا د اردوغان دغه سياست د سويلي قفقاز تر پولو آخوا هم صدق کوي: «موږ په مديترانه کي د ترکيې چلن ته کتلای سو، په ليبيا کي، په نژدې ختيځ کي په عراق او سوريه کي.»
د ارمنستان لومړي وزير د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۴مه نېټه) د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل سره پر تليفون خبري کړي وې. مېرکل د آلمان د حکومت په وينا په ناګورنو قره باغ کي د بحران پر تودېدو اندېښنه ښودلې وه او «دا چي ټول ښکېل اړخونه بايد چي په سمدلاسه توګه جګړه ايزه اقدامات ودروي او خبري اتري پېل کړي.»
د شوروي د پخواني جمهوريتونو اذربايجان او ارمنستان تر منځ تېره اونۍ د ناګورنو قره باغ پر سر نښتي پېل سوي وې. ناګورنو قره باغ چي ځان ته د جمهوريت خطاب کوي پکښي د ارمنيانو اکثريت دی خو په نړيواله توګه دغه سيمه د اذربايجان برخه بلله کيږي.
روسيه د ارمنستان ساتونکی واک بلل کيږي او په ياد جمهوريت کي يوه پوځي اډه هم لري. روسيه په عيني حال کي د اذربايجان سره هم اړيکي ساتي او ورته وسلې ورکوي. ترکيه هم د ترکي ژبي اذربايجان ملاتړی هيواد دی. کارپوهان دا خبره ثابته سوې بولي چي ګواکي ترکيه و اذربايجان ته وسلې ورکوي. پر ترکيې دا شک هم کيږي چي په سلونو ترکيه پلوه جنګيالي يې له سوريې څخه د سويلي قفقاز سيمي ته انتقال کړي دي.
آ./ا.ا./ن.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز راپور(22.03.2020):