په ایران کې په يوه ترافيکي پېښه کې ۹ افغان مهاجر مړه شوي
۱۴۰۴ آبان ۲۸, چهارشنبه
د ایران د «ایرنا» په نوم دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې په سیستان بلوچستان ولايت کې د هغه موټر د ټکر کیدو له کبله چې افغان مهاجر پکې سپاره ول، ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.
ويل شوي دا پېښه د سې شنبې په ورځ د سراوان – خاش پر لاره رامنځته شوې ده.
اړونده موضوع: ایران: ترافيکي پېښه کې عراق ته تلونکي ۲۸ پاکستاني زیارت کونکي وژل شوي
د سیستان بلوچستان د لویې لارې د پوليسو رئيس مهدي خمر، وويل چې يو «پيژو ۴۰۵» ډوله موټر چې «غير مجاز يا سند نه درلودونکي وګړي» پکې سپاره ول او له سراوان څخه د خاش پر لوري روان وو، له سړکه تر وتلو وروسته له يوې لارۍ سره ټکر شوی دی. ايراني چارواکي د«غير مجاز اتباع» اصطلاح د هغو افغان کډوالو له پاره کاروي چې په دغه هېواد کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري.
د نوموړي په خبره د دې حادثې په پایله کې په موټر له سپورو څخه ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ټپي شوي کسان په سيمه کې د امام خميني روغتون ته انتقال شوي دي.
د ایران د سیستان بلوچستان ولايت پوليسو له سړکه د دې موټر د وتلو علت په اړه څه ونه ويل خو له موټر چلوونکو څخه یې غوښتنه کړې ده چې پر سړک باندې ټاکل شوی سرعت مراعت کړي څو د دې ډول ناوړه پېښو مخه ونيوله شي.
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې افغان کډوال په ترافيکي پېښو کې قرباني کيږي. په ماضي کې هم ایران ته د مهاجرت پر لارو د افغانستان د يو شمیر اتباعو د مړينې خبرونه ورکړل شوي دي.
ډيری افغان مهاجر د قانوني ویزې د نه شتون له کبله پر قاچاقي لارو ایران ته داخليږي او د موټر چټک سرعت یې د خونړيو ټکرنونو باعث ګرځي.