د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې احتجاج؛ ۹ کسان وژل شوي
۱۴۰۵ تیر ۲۴, چهارشنبه
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د منع شوې عوامي عملګرې کمېټې له لوري نن، د چهارشنبې ورځې له پاره له راولاکوټ څخه تر مظفرآباد پورې د مارش غږ شوی دی چې تر دې وروسته په سيمه کې وضعيت په دوامدار ډول ترينګلی دی.
د سيمه ایزې ادارې چارواکي وايي چې د سې شنبې ورځ په اخ و ډب کې د يوه رينجر او يوه پوليس په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي.
د پونچ سيمې يوه چارواکي سردار وحيد، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د سې شنبې ورځې په تاوتريخوالي کې اوه ملکيان، د نيمه پوځي ځواک يو غړی او يو پوليس وژل شوی دی.»
اړونده موضوع: د پاکستان کنترول لاندې کشمیر کې د اعتراضونو تلفات ۲۰ ته لوړ شوي
نوموړي وويل چې که چېرې مظاهره کوونکي د مظفرآباد پر لوري د مارش جاري ساتلو هڅه کوي نو مخه به یې نیول کيږي.
په سيمه کې اوسنۍ روانه ترينګلتيا هغه وخت لا پسې پراخه شوه کله چې په جون میاشت کې د سيمه ایز حکومت له لوري د ترهګرۍ ضد قوانينو پر اساس عوامي عملګره کمېټه د منع شويو ډلو په نوملړ کې شامله کړل شوه. تر دې بندیز وروسته د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ وخت پر وخت د رامنځته شوي اخ و ډب په پايله کې تر اوسه يو شمیر کسان وژل شوي دي.
له څو اونيو راهیسې روانې مظاهرې
د «جواينټ ايکشن کميټي» په نوم دې ټولنې پلويان وايي چې د دې سازمان د «ترهګرو» په توګه د درجه بندي کولو د حکومت پريکړه «ظلم» دی. د هغوی په خبره دا سازمان د مشروع اقتصادي او سياسي حقونو د ترلاسه کولو له پاره هلې ځلې کوي.
اړونده موضوع: په کشمیر کې د پاکستان يوه پوځي الوتکه رالوېدلې
د دې سيمې په بېلا بېلو برخو کې له يوې مياشتې څخه هم له ډېرې مودې راهېسې پرلتونه او احتجاج دوام لري. حکومت بيا د دې کمېټې مرکزي دفتر تړلي او د دې سازمان په سونو فعالان او پلویان یې نيولي دي.
د چهارشبنې په ورځ په پونچ کې دوکانونه تړلي وو، عامه ترانسپورت هم ځنډول شوی وو او مظاهرينو سړکونه هم ځای پر ځای بند کړي ول.
جنجال پر څه دی؟
ګډه عوامې عملګره کمیټه د يو شمیر ډلو اتحاد دی چې له تېرې يوې میاشتې راهېسې په بېلا بېلو سيمو کې پرلتونه پر لاره اچوي. دا ډله غوښتنه کوي چې په سيمه ایز پارلمان کې هغه ۱۲ ځانګړې څوکۍ دې له منځه يوړل شي چې څو لسیزې تر مخه د هند تر ادارې لاندې کشمیر څخه د راغلو مهاجرين له پاره ځانګړي شوي دي.
د دې ډلې دريځ دا دی چې دا څوکۍ له سيمې څخه دباندې ميشتو کسانو ته غیر متناسب نفوذ ور په برخه کوي او د پاکستان ستر سياسي ګوندونه د سيمه ایز پارلمان دا څوکۍ په خپله ګټه کاروي.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې راتلونکې سيمه ایزې ټاکنې د روانې جولای میاشتې د پای له پاره په نظر کې نيول شوي دي.
هند او پاکستان دواړه د دې اکثريت مسلمان مېشتې سيمې د بشپړ ملکيت دعوا کوي خو په ۱۹۴۷م کال کې له بريتانیې څخه د آزادۍ ترلاسه کولو راهېسې دا سيمه د دواړو هېوادونو ترمنځ ويشل شوی او د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د لانجې اصلي علت دی.
په اتومي وسلو سمبالو دې دوو هېوادونو د کشمیر پر سر دوه جنګونه هم کړي دي.