1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندي کشمېر کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ آبان ۲۴, شنبه

د هند تر کنټرول لاندې کشمېر کې د پولیسو په یوه مرکز کې چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۹ کسان پکې وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. پولیس وايي چاودنه د هغو ضبط شوو چاودېدونکي توکو وه چې پولیسو مخکې کشف کړي او دغه مرکز ته ېې راوړي ول.

Indien Pulwama 2025 | Indische Soldaten nahe zerstörtem Haus eines Verdächtigen nach Autobombenanschlag in Delhi
انځور: Dar Yasin/AP Photo/picture alliance

پولیسو د شنبې په ورځ (د نومبر ۱۵مه) وویل چاودنه د کشمیر ناوګام علاقې د پولیسو په مرکز کې شوې ده. پر وینا ېې چاودنه د هغو چاودېدونکو موادو وه چې د روانې اوونۍ په سر کې د شمالي ایالت هریانا په فرید آباد علاقه کې کشف او بیا دغې قوماندانۍ ته راوړل شوي ول. د فرانس پریس خبري آژانس په حواله دغه مواد ناڅاپی چاودېدلي.

په سیمه کې د پولیسو مشر نالین پرابهټ وویل چې د پنجشنبې ورځې راهیسې د دغو کشف شوو موادو نمونې د لازیاتو معایناتو په موخه مسلکي ټيم ته استول کېدې او دا چې دغه مواد ډېر «حساس او ناثابته» دي د معایناتو په پروسه کې ېې له «نهایت احتیاط» استفاده شوې ده.

پرابهټ چې خبریالانو سره غږېده وویل «خو له بده مرغه د جمعې په ماسخوتن شاوخوا ۱۱ بجې او ۲۰ دقیقې د دندې پر مهال یوه چاودنه رامنځ ته شوه. د دغې پېښې د علت په هکله هر ډول شک کول غیرضروري دی.»  

په چاودنه کې د وژل شوو کسانو په ډله کې د پولیسو پرسونل، د تخنيکي ټيم غړي، دوه تنه جنايي عکاسان او د سیمیزې ادارې غړي شامل دي.

د پولیسو مشر دا هم وویل چې په چاودنه کې د پولیسو مرکز زیات تخریب شوی او شاخوا ته نژدې ساختمانونو ته هم زیانونه اوښتي دي.

د همدې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه نوي ډیلي کې هم یوه ځواکمنه چاودنه وشوه چې په کې ۱۲ کسان ووژل او ۳۰ نور ټپیان کړل. د هندوستان حکومت د چهارشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې دحملې عاملانو، د هغو ملګرو او مالي ملاتړکونکو ته به جزا ورکړي او دا ېې یوه تروریستي حمله وښوده. 

وسله والو کسانو د روان کال د اپریل په ۲۲مه د هندي کشمېر په پهلګام علاقه کې ۲۶ تنه سیلانیان چې اکثریت ېې هندوان ول په ډزو ووژل. دغه حمله د هندوستان او پاکستان تر منځ د څو ورځنۍ جګړې سبب واقع شوه. تر هغې جګړې وروسته د روانې اوونۍ دوه چاودنې په هند کې تر ټولو مهمې امنيتي پېښې دي چې رامنځ ته کيږي. 

له آرشیف څخه: 

هغه پاکستان میشته ډلې چې هند وايي په نخښه کړي یې دي

07:10

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب