پومپيو په جلا توګه له طالبانو او افغان حکومت سره د قطر د پلازمېنې په يوه لوکس هوټل کې وکتل. د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي چې په افغانستان کې د خپل هېواد پوځي ماموريت هر څومره ژر پای ته ورسوي. د ترمپ د دفاع نوي وزير کريستوفر ميلر د سه شنبې په ورځ پرته د ناټو متحدينو سره په همغږۍ د جنورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې له افغانستان څخه د تقريبا ۲۰۰۰ امريکايي عسکرو د ايستلو اعلان کړی وو.
پومپيو پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي د طالبانو او د افغانستان د اسلامي د ولت له پلاوو سره يې وليدل. هغه په خپل پيغام کي زياته کړې پر چي پر دواړو اړخونو يې ږغ وکړ چي پرمختګونه يې لرلي او دا چي بايد خپلو خبرو اترو ته ادامه ورکړي. پومپيو ويلي:«زه د راتلونکی سياسي جوړجاړي او پراخ او دوامداره اوربند له پاره د چټکو خبرو اترو حوصله افزايي کوم.»
پر کابل بريدونه دوام لري
دغه سفر پر افغان پلازمېنې کابل باندې د توغنديو په واسطه د بريدونو تر سيوري لاندې راغی چې د «اسلامي دولت» په نوم جهادي ډلې يې پړه ومنله. په دغو بريدونو کې لږ تر لږه اته تنه ووژل او ۳۱ نور ژوبل شول. د افغانستان د کورنيو چارو د وزرات يوه وياند لومړی د بريدونو مسئوليت پر طالبانو واچاوه، خو طالبانو يې پړه رد کړه. پومپيو د قطر له امير، شيخ تميم بن حمد الثاني او د قطر د بهرنيو چارو له وزير، محمد بن عبدالرحمان الثاني سره هم وکتل. پومپيو دا مهال د اروپا او نزدې ختيځ پر سفر بوخت دی چې وروستی تمځای به يې سعودي عربستان وي.
آ./ن.ص./ا.ا.
د سولې مشورتي لویه جرګه د جمعې په ورځ په کابل کې پېل شوه. دغه جرګه د ۴۰۰ طالب بندیانو د آزادیدو په تړاو سلا مشورې کوي.
انځور: AFP/STRپه دغه مشورتي جرګه کې شا او خوا ۳۲۰۰ تنه ګډوانوال برخه لري، څو د ۴۰۰ طالب بندیانو د آزادیدو د څرانګوالي په هکله بحثونه وکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د خپلې وینا په یوه برخه کې د جرګې ګډوانوالو په مخاطبولو سره وویل: «ستاسي د نن او سبا ورځې تصمیم ډیر مهم دی. زه ستاسو د هر یو په درایت او وطن دوستۍ باور لرم. د بین المللي ټولنې هیله دا ده څومره ژر چې تاسو تصمیم ونیسئ بهتره ده. غوره به وي چې تصمیم نن یا سبا د خیره سره ونیسئ، څو د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ مخامخ بین الافغاني مذکرات پیل شي.»
انځور: picture-alliance/dpa/AP/R. Gulد سولې د مشورتي لویې جرګي مشري د ملي مصالحي د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله پر غاړه ده. که څه هم په پام کې وه چې د دغې جرګې مشري عبدالرب رسول سیاف وکړي، خو د صحي دلایلو له کبله یې تر یوې لنډې وینا وروسته د دغې جرګې د مشرۍ مسئولیت د ملي مصالحي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته وسپاره.
انځور: picture-alliance/dpa/AP/R. Gulدغه جرګه په داسې حال کي رابلل شوې چې د ټول افغانستان په کچه هره ورځ د کرونا ویروس د مثبتو پيښو رپوټونه ورکول کیږي. د غونډې ګډوانوالو ماسکونه اغوستي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulپه غونډه کې زیات شمیر میرمنې هم لیدل کیږي. د غونډې په پېل کې د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني د غونډې پر ګډونوالو د ویروس د خپریدو د مخنیوي په پار د ماسکونو د اغوستو او صحي تدابیرو د رعایتولو غږ وکړ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul په کابل ښار کې د غونډې شا او خوا سیمو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
انځور: AFP/STR