1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: عام افغانان له عذر پرته بهر ته سفر نه شي کولی

۱۴۰۰ اسفند ۹, دوشنبه

طالبانو ويلي دي چې هغه افغانان چې غواړي پرته له کوم عذره له هيواد څخه ووځي، مخه به یې ونيوله شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دغه نويو واکمنانانو د دوشنبې په ورځ هم کور په کور «تصفيويه عملياتو» ته ادامه ورکړې ده.

Afghanistan Kabul | PK der Taliban: Sprecher Zabihullah Mujahid: Mullah Mohammad Hasan Akhundzada soll Taliban leiten
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يکشبنې په ورځ په کابل کې د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې پر افغانانو د سفر نوی بندیز اعلان کړی. نوموړي وويل چې د دې بندیزونو موخه په بهر کې له مشکلاتو سره د افغانانو د مخامخ کيدو مخه نيول دي.

د دولتونو او يا همدا راز د غير دولتي ټولنې له خوا تنظيم شوې تخليه منع ده او کورنۍ چې غواړي په خپلو وسايلو هيواد پريږدي، يو «عذر» بايد ولري. په بل صورت کې به هغو ته د وتلو اجازه نه ورکول کيږي.

مجاهد دغه خبري غونډه ته وويل: «زه په ښکاره وايم چې هغه کسان چې له خپلو کورنيو سره له کوم عذر پرته له هيواد څخه وځي، موږ به یې مخه نيسو.»

همدا راز زياته شوې چې ښځو ته به هم له يوه شرعي محرم پرته بهرنيو هيوادونو ته د سفر اجازه نه ورکول کيږي. مجاهد وويل: «که چېرې هغوی [ښځې] غواړي بهر ته سفر وکړي نو باید [د محرم له خوا] بدرګه شي.» هغه زياته کړه؛ «دا د اسلامي شریعت حکم دی.»

د طالبانو له خوا پر سفر لګولو شويو دې تازه محدوديتونو د هغو په زرونو افغانانو له پاره د خطر زنګ غږولی چې په تېرو شلو کلونو کې د امريکا په مشرتوب لويديځو ځواکونو سره د همکارۍ له کبله ورته په بهرنيو هيوادونو کې د پناه د ورکړې ژمنه شوې ده.

د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته د دوو اونيو په موده کې تر ۱۲۰ زرو ډېر افغانان او دوه تابعيته وګړي د اګست تر ۳۱مې نيټې پورې له افغانستان څخه و ايستل شول.

خو په زرونو نور اوس هم په داسې حال کې ايستل کيدو ته په انتظار دي چې د په نخښه کيدو څخه ويره لري.

له کابل څخه د تخلیې رسمي وروستي عملیات د دسمبر مياشتې پر لومړۍ نیټه ترسره شول خو پاکستان ته د ځمکۍ له لارې د دغه ډول کاروانونو لړۍ دوام لري او تېره اونۍ هم يوه ډله افغانان پاکستان ته واوښتل.

مجاهد وويل چې د داسې رپوټونو د ترلاسه کولو وروسته مو چې په «بهرنيو هيوادونو کې په زرونه افغانان په ډېر ناوړه وضعيت کې دي»، د نورو افغانانو د وتلو د مخنيوي پريکړه کړې ده.

هغه د دې په زیاتولو سره چې طالبانو هيڅکله دا ژمنه نه وه چې د تخلیې پروسه به تر نامعلوم وخته دوام پيدا کړي، وويل: «حکومت د خلکو د ساتنې مسئوليت لري، له دې کبله به دا هر څه تر هغه پورې ودرول شي څو موږ ډاډ ترلاسه کړو چې د هغوی ژوند به په خطر کې نه وي.»

په زرونه افغانان هره ورځ هڅه کوي چې ګاونډي هيواد ايران ته د کار او يا هم په اروپا کې د پناه اخيستلو په موخه اوړي.

د تصفيوي عملياتو دوام

په دې منځ کې په کابل کې د وسلو، جنايتکارانو او سړي تښتونکو د لټون په موخه پر لاره اچول شوي د تصفیې عملياتو د دوشنبې په ورځ هم دوام لري. دې عمليات ډېرو ته داسې اندېښنې ور پيدا کړې وې چې د پخواني حکومت او يا د امريکا په مشرتوب بهرنيو ځواکونو سره د همکارۍ له کبله به په نخښه شي.

يو شمير قهرجنو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې ويديوګانې خپرې کړې او وايي چې کورونه يې د طالبانو د لټون د عملياتو په ترڅ کې تخريب شوي دي، خو بل لوري ته بيا يو شمير کسانو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د طالبانو عمليات او چلن تند نه وو.

طالبان په کابل او شمالي ولايتونو کې ور په ور لټون کوي

مجاهد وويل چې د دې عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه دوه تښتول شوي کسان د تښتوونکو له منګلو آزاد کړل شوي دي او همدا راز یې دوې نجوني چې د يوې ودانۍ په زېرزمنۍ کې په ځنځیرونو تړل شوې وې، آزادې کړي دي.

هغه وويل چې د لټون د دې عملياتو په ترڅ کې يې درنې وسلې، چاوديدونکي توکي او بې پېلوټه الوتکې نيولي دي. همدا راز په پوځ او يا حکومت پورې اړه درلودونکي نقليه وسیلې هم موندل شوي دي.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې ده چې د داعش ډلې سره د اړيکو درلودو په شک یې شپږ کسان نيولي دي. نوموړي همدا شان د نهو سړي تښتونکو او ۵۳ «غلو» د نيولو خبره هم کړې ده.

مجاهد وويل: «موږ د کابل اوسيدونکو ته ډاډ ورکوو چې دا عملیات د عامو خلکو پر ضد نه دي. » هغه وويل: «د ښار اوسيدونکي بايد ډاډه اوسي چې عمليات به په محتاط ډول ادامه پيدا کړي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: