کریملین وايي ولسمشر ولادیمیر پوتین، سعودي عربستان ته د سفر کوم پلان نه لري چېرته چې په پام کې ده د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، په راتلونکو اونیو کې ورشي. کریملین هغه ګنګوسې هم رد کړې چې پوتین او ترمپ به هلته سره ویني.
کریملین وايي ولسمشر ولادیمیر پوتین، سعودي عربستان ته د سفر کوم پلان نه لري او هغه ګنګوسې هم رد کړې چې پوتین او ترمپ به هلته سره وینيانځور: The Kremlin/TheKremlinMoscow-SvenSimon/picture alliance
اعلان
ترمپ او پوتین له فبروري میاشتې راهېسې دوه ځله پر ټيلفون ښکاره خبرې کړي دي، خو له نژدې ېې یو له بل سره نه دي ليدلي، خو د دوی چارواکو په سعودي عربستان کې خبرې اترې درلودلي دي.
ترمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې په احتمال سره به له راتلونکې میاشتې مخکې سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین ویاند دیمتري پیسکوف، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل ۲) وویل چې سعودي عربستان ته د ترمپ سفر له پوتین سره هېڅ تړاو نه لري. پیسکوف له خبریالانو سره په خپله ورځنۍ لنډه کتنه کې وویل: «دا صرف د امریکا د ولسمشر پلانونه دي، له پوتین سره کوم تړاو نه لري.»
پېسکوف زیاته کړه چې «پوتین تر اوسه دا ډول هېڅ پلان نه لري» او د پوتین او ترمپ تر منځ د یوې «احتمالي غونډې» له پاره کومه کره نېټه او ځای مشخص شوی نه دی.
واشنګټن تېره میاشت په سعودي عربستان کې له روسيې او اوکراين له استازو سره تر جلا کتنو وروسته اعلان وکړ چې روسيه او اوکراین پر دې سلا شول چې يو د بل د انرژيو پر زیربناو او په توره بحیره کې به پر یو بل حملې نه کوي. خو له هغه وخت راهیسې کیف او مسکو دواړو یو بل د انرژۍ پر زیربناو او په توره بحیره کې په حملو کولو تورن کړي دي.
له آرشیف (24.02.2025 ) څخه یو انځوریز البوم:
په اوکراين کي درې کاله جګړه په انځورونو کې
پر اوکراين باندې د روسیې د يرغل درې کاله پوره شول. په دې موده کې په زرونو کسان وژل شوي، په ميليونو بې کوره شوي او پراخه ويجاړي رامځته شوې او اوس اوکراينيان په دې اړه هم ويره لري چې د جګړې پای به څرنګه وي.
ټول اوکراين د جګړې پر لومړۍ کرښه نه دی پروت. له جګړو لېرې ژوند ادامه لري. دوکانونه، قهوه خانې او رستورانتونه پرانیستي دي او د سيمې اوسيدونکي د جنراتورونو په مرسته ځان ته بریښنا برابروي.
انځور: YURIY DYACHYSHYN/AFP
له اوکراين سره د امريکا مرسته په شک کې ده
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونال ترمپ، به ويل چې د اوکراین جګړه به په «۲۴ ساعتونو» کې ختمه کړي، خو دا کار یې لا نه دی کړی. له روسیې سره د نوموړي ظاهري نږدې والی، د هغه دا هيله چې پر اوکراين د فشار له لارې دغه هېواد متحده ایالاتو ته د خپلو معدني شتمنيو ورکړې ته مجبور کړي او د اوکراين له ولسمشر سره د یې تازه لفظي جګړې، اوکراين او د دغه هېواد متحدين انديښمن کړي دي.