1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نورډ سټریم چاودنه کيدای سي د اوکراین پلوه ډلې کار وي»

۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبه

د امریکا استخباراتي سرچینو نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې په بالتیک سمندر کې د نورډ سټریم پایپ لاینونو د ویجاړولو تر شا کيدای سي د اوکراین پلوه ډلې لاس وي. خو په دې تخریب کې د زیلنسکي د رول په اړه معلومات نسته.

Ostsee | Leck in Nord Stream 2
انځور: AIRBUS DS 2022/AFP

د رسنیو د راپور له مخې، داس ګومان کيږي ​​چې په تیر سپتمبر میاشت کې په بالتیک سمندر کې د نورډ سټریم پایپ لاینونو ویجاړولو تر شا د اوکراین پلوه ډلې لاس وي.

«نیویارک ټایمز» ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ د مارچ پر اوومه د امریکا د حکومت د څو تنو نامعلومو چارواکو په حواله خبر ورکړ چې د پټو سازمانونو معلومات دغه خبره په ډاګه کوي.

له روسیې آلمان ته د ګازو نل ليکې زیانمنې شوي

د  فرانسې خبري اژانس په وینا، په هرصورت، داسې شواهد نشته چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یا هغه ته نږدې څوک دي په تخریب کې ښکیل وي.

د نیویارک ټایمز د راپور په ځواب کې، اوکراین د نورډ سټریم پایپ لاین په چاودنه کې د هرډول رول څخه انکار کړی دی.

انځور: Danish Defence Command/dpa/picture alliance

د اوکراین د حکومت ویاند میخایل پودلياک په وینا، د دغه هيواد حکومت د یادې کرښې په چاودنه کې هېڅ رول نه درلود او د کومې ډلې په اړه چې دا کار یې کړی، معلومات نه لري.

د نیویارک ټایمز په وینا، د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو منلې ده چې ډېر ټکي لا روښانه نه دي، په شمول د همدي چې په ریښتیا د تخریب دغه کار چا کړی، چا امر ور کړی او چا د عملیاتو مالې تمویل کړی.

ويل سوي دي چي په هرصورت، داسې نښې نښانې سته چې دوی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین مخالفین دي. دا کسان ښایي د اوکراین او یا روسیې اتباع وي. په دې پیښه کې بریتانوي یا امریکایي اتباع ښکیل نه ول.

له روسیې آلمان ته د ګازو نل ليکې زیانمنې شوي

د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر مياشت کې، د بالتیک سمندر په ژوره کې د سویډن او ډنمارک په اقتصادي زونونو کې چاودنې د نورډ سټریم -۱ او نورډ سټریم -۲ پایپ لاینونو کې د لیک کیدو لامل سوې، کوم چې آلمان ته د روسیې ګاز لیږدولو له پاره جوړ سوي دي. د چاودنې پر مهال نل لیکې فعالې نه وې، خو ګاز یې درلود. سویډني چارواکي وايي، د پېښې تر شا تخریب کاران دي او د چاودېدونکو توکو پاتې شوني یې موندلي دي.

په دې اړه ډیر اټکلونه شته چې د ورانکارۍ تر شا څوک وو. روسیه پخپله د شکمنو کسانو په ډله کې وه، که څه هم دا څرګنده نه ده چې ولې په مسکو کې حکومت به اروپا ته د روسیې د طبیعي ګاز صادراتو پایپ لاینونه الوځوي.

مختلفي سناریوګانې

د روسیې حکومت له هر ډول مسئولیت څخه انکار کړی او د تورونو ګوته یې واشنګټن ته نیولې ده. د امریکا حکومت بيا د نورډ سټریم-۲ له جوړولو سره مخالفت کړی و او دا پروژه یې د اروپا پر وړاندې د کرملین جیو پولیټیک پروژه بللې وه.

انځور: Stefan Sauer/dpa/picture alliance

په ورته وخت کې، د آلمان د ډي سایټ خپرونې د دغه هیواد د لومړي تلویزون چينل سره په ګډه یوه څیړنه ښیي د ګازو پر نلليکي چاودنه کې ۵ کسانو لاس درلود او خپل کار يې د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر پر ۶ نېټه د آلمان له روستک څخه پیل کړ. په دې راپور کې په چاودنه يا دغو عملياتو کې د ښکېلو کسانو د تابعيت په اړه معلومات نه دي ورکړل سوي.

د روان کال د فبرورۍ مياشتي په لومړیو کې د امریکا مشهور تحقیقاتي ژورناليست سیمور هیرش یو راپور خپور کړ چې ادعا یې کړې وه چې متحده ایالاتو پایپ لاینونه الوځولي دي. دې راپور ډېر شور جوړ کړ.

هغه ادعا کړې ده چي د ۲۰۲۲م کال په جون مياشت کې، د متحده ایالاتو سمندري اوبازانو د ناروې په مرسته د ګازو پر پایپ لاینونو چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړل چې وروسته بيا له ليري څخه چاودنه ورکړل شوه.

پوتين: اروپا ته به د ګازو ليږد نور هم لږ شي

له هغه وروسته د امریکا حکومت دغه ادعا په کلکه رد کړه. هغه مهال د امريکا د ملي امنیت شورا ویاند اډرین واټسن وویل: «دا ادعا په بشپړ ډول دروغ او جعلي ده.»

په هرصورت، د حقایقو ارزونې خپلواکې سرچینې د سیمور هیرش په راپور کې تضادونو ته اشاره وکړه. دغه خبریال خپل راپور په یوې معتبرې رسنۍ کې نه، بلکې په خپل بلاګ کې خپور کړی دی. دغه ۸۵ کلن خبریال په خپل راپور کې یوازې د یوې نامعلومې سرچینې یادونه کوي.

لویدیځ د سوریې په موضوع کې د روسیې په اړه څه کوي؟

09:04

This browser does not support the video element.

ژباړه:صفت الله زاهدي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب