1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د بایدن حکومت ته ولې هیڅ جواب نه ورکوي؟

۱۳۹۹ اسفند ۲۴, یکشنبه

د بایدن حکومت څو واره کوښښ کړی، چي د شمالي کوریا د رهبرۍ سره تماس ونیسي، خو تراوسه پوري یې هیڅ جواب ندی اخیستی. امریکا بیا هم غواړي د دغه اټومي قدرت هیواد سره خپل ډیپلوماتیک روابط وساتي.

Kombibild Kim Jong Un und Joe Biden
د ارشیف یو عکس

شمالي کوریا د بایدن د حکومت د ډیپلوماتیکو کوښښونو په مقابل کي هیڅ عکس العمل نه ښکاره کوي. د امریکا متحده ایالاتو د حکومت یوه لوړ رتبه مامور پرون شنبه (د مارچ میاشتي ۱۳ مه) رویترز خبري آژانس ته ویلي دي، چي د شمالي کوریا رهبرۍ تر اوسه پوري د امریکا له طرفه تماسونو ته هیڅ جواب ندی ویلی.

دغه مقام چي نه یې غوښتل، نوم یې افشأ سي ویلي چي امریکا د یوې میاشتي راهیسي شمالي کوریا ته د مختلفو لارو څخه پیغامونه لیږلي دي او سربیره پردې چي په ملګرو ملتو کي د دغه هیواد نمایندګي هم په جریان کي ده، خو د مقابل طرف څخه هیڅ جواب ندی را رسیدلی. دا تر اوسه پوري معلومه نده، چي د شمالي کوریا دغه بې تفاوتي یا خاموشي به د امریکا متحده ایالاتو پر سیاست باندي څه تأثیر ولري. شمالي کوریا پراخ اټومي او راکټي پروګرام لري او امریکا ورسره ډیپلوماتیک روابط ضروري بولي.

انځور: KCNA/AP/picture alliance

د بلي خوا بیا د امریکا خارجه وزیر، انتوني بلینکن او دفاع وزیر لویید استین راتلونکې اونی د جاپان او جنوبي کوریا د مشرانو سره د لیدني کتني په منظور دغو دوو هیوادونو ته سفر کوي. او پدې کي هیڅ شک نسته، چي د شمالي کوریا د اټومي پروګرام له کبله اندیښنې به د هغوی د خبرو د اجنډا مهمه برخه تشکیله کړي.

اصلي دښمن: امریکا

د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون د جوبایدن تر جمهور ریس کیدو لږ دمخه د «خپل اټومي پروګرام د وسعت» څخه خبر ورکړ او امریکا یې خپل «لوی دښمن» وباله.

جوبایدن د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزې په جریان کي د شمالي کوریا رهبر یو جنایتکاره انسان بللی او ویلي یې وه، چي «د هغه سره یوازي هغه وخت ملاقات او خبرو اترو ته حاضر دی، چي د خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي.»

د امریکا پخواني جمهور ریس، دونالد ترمپ بیا په خپله کاري دوره کې درې واره د کیم سره کتلي وه. هغه ویلي وه، چي که شمالي کوریا د خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي، نو به د دغه هیواد پرضد تعزیري اقدامات لغؤ کړي. خو دغو خبرو او کوښښونو عملي نتنیجه ورنکړه. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب