1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا دوه بالستيکي توغندي آزمويلي

۱۴۰۰ فروردین ۵, پنجشنبه

په داسې حال کې چې امریکا د شمالي کوریا په اړه د خپل سياست د تعینولو په حال کې ده، شمالي کوریا د جاپان سیند پر لور دوه بالستيکي توغندي توغولي. دا د بایدن د حکومت پر وخت د شمالي کوریا د بالستيکي توغنديو لومړنۍ آزموينه ده.

Nordkorea | Raketentest
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/KCNA/Korea News Service

په امریکا کې د جو بايدن د حکومت تر رامنځته کیدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې شمالي کوريا د داسې بالستيکی توغنديو آزموینه کوي چې د اتومي سرګلولو د انتقال وړتيا لري. د دغه پارونکي اقدام څخه موخه د امریکا پر هغه سیاست باندې د اغيز اچول ښودل شوي چې غواړي د شمالي کوريا په اړه يې تعين کړي.

د جاپان لومړي وزير، یوشهيده سوګا د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۲۵مه) د خبريالانو په مخ کې وويل چې د پيونګ يونګ دغه اقدام د «جاپان او سيمې د سولې او ثبات له پاره يو ګواښ» او د ملګرو ملتونو د پريکړه ليک نقضول دی.

هاخوا د سويلي کوریا د پوځ ګډې قوماندانۍ اعلان وکړ چې دغو توغنديو ۴۵۰ کيلومتره واټن وهلی او د جاپان په اوبو کې لوېدلی دی. د سويلي کوريا امنيت شورا د شمالي کوريا د دغه اقدام په اړه «ژوره خواشيني» ښکاره کړې او بیړنۍ غونده يې جوړه کړې ده.

پيونګ يانګ تيره ورځ هم دوه لنډ واټن ويشتونکي توغندي وآزمويل خو د امريکايي چارواکو له لورې ورته اهميت نه وو ورکړل شوی.

د ملګرو ملتونو د پريکړه ليک پر اساس، شمالي کوریا د بالستيکي توغنديو د آزمويلو اجازه نه لري. دغه توغندي د اتومي سرګلولو د ليږد وړتیا لري. ملگرو ملتونو پر شمالي کوريا باندي د شمالي کوریا باندي بنديزونه لگولي دي.

شمالي کوریا، د توغندیو دغه آزموينه په جاپان کې د پنجشنبې په ورځ د المپيک مشعل د لیږد له پيليدو سره سم ترسره کړې ده. په توکيو کې به د المپيک سيالۍ څلور مياشتې وروسته پیل شي.

د جاپان لومړي وزير ويلي دي چې د المپيک سياليو د امنیت تامين له پاره به هڅې وکړي او د شمالي کوريا مسئله به راتلونکې میاشت امریکا ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر جو بايدن سره ياده او په «رسمي توګه» به ورباندې بحث وکړي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل