شمالي کوريا يو بل بالستیک توغندی آزمويلی
۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبهد شمالي کوريا د «کی سي ان ای» دولتي رسنۍ په حواله د پنجشنبې په ورځ د واکمن کيم جونګ اون، په امر يو قاره يي بالستیک توغندی توغول شوی دی او ويل شوي دي چې د دې توغندي واټن د تېرو آزمويل شويو هغو څخه ډېر وو.
دغه آژانس زياته کړې ده چې کيم جونګ اون، د آزموينې په ځای کې موجود وو.
د آژانس په حواله کيم، په دې ترڅ کې ويلي دي: «دا آزمايښتي فېر يو مناسب پوځي ګام دی چې د سيالانو د خبرولو موخه په بشپړه توګه پوره کوي.»
دا آزموينه تر هغه يوه ورځ وروسته شوې ده چې د جنوبي کوريا پوځي استخباراتي ادارې د پارلمان استازو ته ويلي ول، داسې ښکاري چې شمالي کوريا خپلې اوومې اتومي آزموينې ته چمتوالی بشپړ کړی وي. استخباراتو ويلي ول چې شمالي کوريا د اوږده واټن د يوه داسې میزايل آزموينې ته نږدې ده چې تر امريکا متحده ایالاتو د رسېدو توان لري.
جنوبي کوريا او جاپان میزايل لا تر مخه پيژندلی وو
پنجشنبه سهار وختي د جنوبي کوريا لوی درستیز وويل چې شمالي کوريا د شمال ختیځو اوبو پر لور يو بالستيک توغندی توغولی دی.
په يوه اعلاميه کې زياته شوې ده: «داسې انګيرل کیږي چې د شمالي کوريا بالستيک میزایل له لوړې زاویې څخه فېر شوی د اوږده واټن بالستیک میزایل دی.»
د جاپان ساحلي ساتونکو هم ويلي دي چې شمالي کوريا ظاهراً يو بالستیک توغندی فېر کړی دی. د جاپان حکومت ویلي دي چې میزايل ښايي د جاپان د اوکوشيري ټاپو ختيځ ته د ۳۰۰ کیلومترو په واټن کې پرته ساحه کې ولګيږي.
د جاپان د دفاع وزير جنرال ناکاټاني، خبريالانو ته وويل چې د شمالي کوريا د دې توغندي واټن کابو ۱۰۰۰ کيلومتره او ارتفاع یې تر ۷۰۰۰ کيلومترو ډېره اټکل شوې ده.
هغه وويل چې دا د شمالي کوريا د يوه میزايل تر ټولو «اوږد واټن دی.» نوموړی په دې آند دی چې «دا له دودیزونو میزایلو څخه ښايي توپير ولري.»
امريکا متحده ايالاتو د شمالي کوريا له لوري د بالستيک میزایل دا آزموينه غندلې ده.
شمالي کوریا د وسلو خپل پروګرام پراخوي
له ۲۰۲۲م کال راهېسې د شمالي کوريا حکومت خپل د وسلو آزموينې سرعت لوړ کړی دی.
د ۲۰۲۳م کال په سبتمبر میاشت کې شمالي کوريا اتومي وسلو ته وده ورکول د خپل اساسي قانون برخه وګرځوله او دا ګام په پارلمان کې په يو خوله تصويب شوی دی.
د شمالي کوريا مشر کیم جونګ اون، هغه وخت ویلي ول چې «د اتومي وسلو د عصري کولو پروسې چټکول ډېر مهم دي، څو ستراتيژيکي ډار» پر ځای پاته وي.
تېره مياشت ويل شوي ول چې نوموړي د دوو مختلفو میزايلونو له آزموينې څخه څارنه کړې چې يو یې «يوه ډېره ستره دودیزه سرګلوله» انتقالولی شي.
بل آزمويل شوی توغندی د «ستراتیژيک» کروز میزايل په توګه ياد شوی وو چې دې ته اشاره کوي چې دا کيدای شي د اتومي وړتياو د آزموينې له پاره ترسره شوی وو.
د پنجشنبې په ورځ د جنوبي کوريا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې د جامدو سون توکو د میزايلونو په توليد کې د کاريدونکو موادو پر صادراتو باندې نوی کنترول وضع کوي څو د شمالي کوريا د بالستيک توغنديو د پراختيا مخه ونيوله شي.
وزارت د يوې اعلامیې په ترڅ کې وويل چې دا کنترول به پر شمالي کوريا باندې لا دمخه وضع شوي نړيوال محدوديتونه لا پسې قوي کړي.
ب. ص/ ن. ز (ای پي، ای اف پي، رويترز)