1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

شمالي کوریا د ایپک له سرمشریزې مخکې بالستیک توغندي توغولي

۱۴۰۴ مهر ۳۰, چهارشنبه

شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ د پلازمېنې پیونګ یانګ له سویل څخه د لنډ واټن ویشتونکي څو بالستیک توغندي توغولي دي. دغه خبر د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو مشر هم تائید کړی دی. دغو توغندیو نږدې ۳۵۰ کیلومتره فاصله وهلې ده.

Südkorea Seoul 2025 | Nordkoreanischer Raketentest sorgt für Aufmerksamkeit
انځور: Jung Yeon-je/AFP

د توغندیو دغه ازموېنه په داسې یوه وخت شوې ده چې د سویلي کوریا نوي جمهور رئیس لی جی میونګ، په جون میاشت کې د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړې ده او دا د هغه د صدارت په دوره کې د شمالي کوریا لومړنۍ توغندیزه ازموېنه ده.

دې اقدام د سیمې د امنیت په اړه هیلې کمزورې کړي دي، په ځانګړي توګه په داسې یو وخت کې چې سویلي کوریا ته د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د سفر کولو تیاریانې روانې دي.

سیمه ایز غبرګون او دیپلوماتیک فعالیتونه

د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله د توغندیو له دې ازموېنې وروسته د ملي امنیت شورا بیړنۍ غونډه را بلل شوې ده، څو د وضعیت ارزونه وکړي.

د چاپان نوې لومړۍ وزیرې سانائې تاکائچي ویلي دي چې هیڅ کوم توغندی د چاپان په حدودو کې نه دی داخل شوی او نه هم د زیان اوښتو رپوټ ورکول شوی دی. نوموړې زیاته کړه چې د ټوکیو، سئیول او واشنګټن ترمنځ نږدې اړیکې ټینګې دي.

د توغندیو دغه ازموېنه داسې مهال شوې چې د اسیا پاسفیک د اقتصادي همکاریو (APEC) د سرمشریزې له پاره تیاریانې روانې دي چې په هغې کې به د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، د چین ولسمشر شي جن پنګ او نور نړیوال مشران ګډون کوي.

د سولې هڅو ته ټکان

ولسمشر لي جی میونګ، په خپل ټاکنیز کمپاین او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله لومړۍ وینا کې له شمالي کوریا سره د سولې په فضا کې ګډ ژوند او د اټومي وسلو د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی وو.

اتوماتيک يا خپلواکه وسلې؛ ماشين د ژوند او مرګ پريکړه کوي

02:49

This browser does not support the video element.

نوموړي د دښمنۍ اقداماتو د مخنیوي خبره کړې وه او د دواړو هیوادونو (شمالي او جنوبي کوریا) ترمنځ یې د همکارۍ زیاتولو هیله څرګنده کړې وه، خو د شمالي کوریا له خوا د توغندیو دغه ازموېنه د دغو کوښښونو پر وړاندې د یوې لویې ننګونې په توګه را څرګنده شوې ده.

د یادونې وړ ده چې شمالي کوریا په وروستي ځل د می میاشتې په ۸ نیټه له خپل ختیځ ساحل څخه د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي توغول. ننۍ ازموېنه له هغې وروسته لومړنۍ هغه وه چې په سیمه کې تشنج لا زیات پراخولی شي.

د شمالي کوریا له خوا د توغندیو دغه ازموېنه نه یوازې د سویلي کوریا د نوي حکومت له پاره یو ازمایش دی، بلکې دا په سیمه کې دیپلوماتیکې هڅې او د سولې هیلې هم اغیزمنوي.

 

د نړیوالې ټولنې توجه اوس د ایپک پر سرمشریزې متمرکزه ده، چیرې چې به کیدای شي پر دې موضوع هم خبرې وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب