شمالي کوریا داوکراین ماموریت له پاره دسرتیرواستولو رپوټ ردکړ
۱۴۰۳ آبان ۱, سهشنبهد شمالي کوریا استازي، د دوشنبې په ورځ په نیویارک کي د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې د یوې کمېټې په ناسته کې د خپل هیواد د رسمي نوم په کارولو سره وویل چي د جنوبي کوریا له خوا لګول سوي تورونه «د کوریا د ډیموکراتیک جمهوریت شهرت او د دوو خپلواکو دولتونو ترمنځ مشروع او دوستانه اړیکو ته د زیان رسولو په معنی دي».
هغه په دې ډول لهروسیې سره د خپل هېواد هغو اړیکو ته اشاره وکړه، چې د اوکراین له جګړې وروسته ژورې سوې دي. روسیې هم د اوکراین په جگړه کي د روسیې د ملاتړ له پاره د شمالي کوریا له خوا د سرتیرو د ممکنه استولو په هکله رپوټونه رد کړي دي.
د سیول لخوا احضار سوي روسي سفیر په ساده ډول ویلي دي چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ همکاري «د سویلي کوریا د امنیتي ګټو پر ضد نه وه.»
ناټو او د امریکا متحده ایالاتو هم دغه ډول رپوټونه رد کړي دي، خو خبرداری یې ورکړی دی چي دا ډول یو گام ښايي حالت لا پسې خطرناک کړي.
په ملگرو ملتونو کي د امریکا متحده ایالاتو سفیر رابرت ووډ، امنیت شورا ته وویل: «موږ داسي رپوټونه ولیدل چي دکوریا ډیموکراټیک جمهوریت سرتیري استولي او تیاری یې ښودلی چی نور سرتیري به هماوکراین ته ولیږي، ترڅو له روسیې سره څنگ پر څنگ جگړه وکړي.» هغه زیاته کړه: «که دا خبره حقیقت ولري، بیانو د یوه خطرناک او د اندیښنې وړ پرمختگ استازیتوب کوي.»
د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چي دشمالي کوریا ۱۵۰۰ سرتیري روسیې ته استول سوي دي. د معلوماتو له مخي به دغه سرتیري د روسیې په ختیځ کي روزنه بشپړ کړي او وروسته به د اوکراین په وړاندي جبهوته واستول سي.
د جنوبي کوریا خبري آژانس یونهاپ، تر دې دمخه د استخباراتي ادارې له خولې رپوټ ورکړی وو چي پیونگ یانگ غواړي په مجموعي ډول «د ۱۲۰۰۰ سرتیرو په گډون څلور لواگاني، چی په هغو کي به ځانگړي ځواکونه هم شامل وي» داوکراین په وړاندي جبهو ته واستوي. همدارنگه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي هم په بروکسل کي د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کي د دې خبرې یادونه وکړه.
شمالي کوریا او روسیې په تیرو کلونو کي خپلي پوځي اړیکي لاپسې پراخي کړي دي. د کارپوهانو په حواله روسیه په اوکراین کي د نورو ترڅنگ د شمالي کوریا راکټونه هم کاروي چي دا کار د دواړو خواوو له خوا رد سوی دی.
GP/NZ/AG