1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوريا بيا د اتومي وسلو د کارولو ګواښ کړی دی

۱۴۰۳ مهر ۱۷, سه‌شنبه

کيم جونګ اون، د اتومي وړتياو په ګډون د شمالي کوريا د پوځي ودې د لا پسې چټکولو اعلان کړی دی. دا اعلان په داسې حال کې کيږي چې د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ اړيکي خړې پړې دي.

د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون
کيم جونګ اون، پر جنوبي کوريا او امريکا د سيمې د بې ثباته کولو له کبله نيوکې وکړې.انځور: KCNA VIA KNS/AFP

د کي سي ان ای، دولتي خبري آژانس رپوت ورکړی دی چې د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، د حملې په صورت کې يو ځل بيا د جنوبي کوريا او امريکا متحده ايالاتو پر وړاندې د اتومي وسلو د کارولو ګواښ کړی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د «کيم جونګ اون په دفاعي اکاډمۍ» کې د وينا پر مهال د اتومي وسلو په ګډون د شمالي کوريا د پوځي ودې د چټکولو پلانونه هم اعلان کړل.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې د شمالي کوريا دغه واکمن څو ورځې تر مخه ويلي ول چې که چېرې یې ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پيښ شي، د جنوبي کوريا پر وړاندې به «بېله زړه نا زړه» اتومي وسله وکاروي.

کیم د جنوبي کوريا او امريکا د ائتلاف غندنه وکړه

کیم، د جنوبي کوريا پر ولسمشر يون سوک يوول، نيوکې وکړي چې تيره اونۍ یې ګواښ کړی وو چې د پيونګ يونګ له لورې به د اتومي وسلو هر ډول استعمال د «شمالي کوريا د رژيم د پای» باعث وګرځي.

د کې سي ان ای آژانس په حواله نوموړي د امريکا او سيول ائتلاف ته په اشارې سره د يون «بې خونده او سپکه تبصره» وغندله او ویې ویل «دا ښيي چې هغه [د جنوبي کوريا ولسمشر] د خپل بادار پر ځواک د خپل ړانده باور له کبله په بشپړه توګه مغشوش دی.»

کيم جونګ اون، پر جنوبي کوريا او امريکا د سيمې د بې ثباته کولو له کبله نيوکې وکړې.

کيم، په خپله وينا کې وويل: «که رښتيا ووایم نو موږ پر جنوبي کوريا د بريد هیڅ نيت نه لرو.» نوموړې زياته کړه چې يوازې د دښمنانانو له خوا به د زور کارول يو داسې غبرګون راوپاروي چې په ترڅ کې یې د اتومي وسلو استعمال له پامه نه شو غورځولی.

کيم، وويل: «پر يوه پوځي زبرځواک او اتومي ځواک باندې د بدليدو پر لور به زموږ ګامونه لا پسې چټک شي.»

تېره مياشت د شمالي کوريا حکومت د يورانيمو د غني کولو د يوې دستګاه انځورونه خپاره کړي ول. دا څه ښيي چې دغه هېواد د اتومي وسلو د خپلو زيرمو د پراخولو موخه لري.

د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ ترنګلتياوې

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ انتظار کیده چې د شمالي کوريا پارلمان به په کوريا ټاپو وزمه کې د «دوو دولتونو» سیسټم اعلان کړي او له سويل سره به پخلاينه په رسمي توګه رد کړي.

په اساسي قانون کې دا اصلاح د کيم د دريځ عکاسي کوي يعني دا چې له جنوبي کوريا سره يوځای کیدل یې نور هدف نه دی او جنوبي کوريا د خپل «اصلي دښمن» په توګه اعلان کړي.

خو دولتي رسنۍ له دوشنبې ورځې راهېسې په پارلمان کې د دې مشورو په تړاو کوم معلومات نه دي خپاره کړي.

دمګړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي خړې پړې دي. په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتيکي اړيکي ښې نه دي، شمالي کوريا پاروونکي راکټي آزموينې وکړې او جنوبي کوريا له امريکا سره خپل پوځي تمرينونه ډېر کړي دي.

په دې وروستيو کې د شمالي کوريا له لوري د سرحد بلې غاړې ته د کثافاتو ډکو بالونونو تر استولو وروسته، جنوبي کوريا د پيونګ يانګ پر ضد د غبرګون په توګه خپل نشرات بيرته پيل کړي دي.

ب. ص/ن . ز (AP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب