1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا د توغندیو ازموينې ته د سویلي کوریا ځواب

۱۴۰۱ خرداد ۱۶, دوشنبه

سویلي کوریا او امریکا متحده ايالاتو د شمالي کوریا د توغنیزې آزموېنې په ځواب کې د لنډ واټن بالستیک توغندي توغولي. دغه توغندي د چاپان د سمندر په اوبو کې را لویدلي دي.

Südkorea | Gemeinsamer Raketentest der USA und Südkorea
انځور: South Korea's Joint Chiefs of Staff/handout/AFP

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک او منع کولو سربیره، شمالي کوریا تر اوسه پورې څو ځله توغندیزې آزموېنې ترسره کړي دي. د یکشنبې ورځې (د جون میاشتې ۵ نیټه) ازمایش چې شمالي کوریا یي په ترڅ کې ۸ توغندي وتوغول دا وار د امریکا او سویلي کوریا له لورې بې ځوابه نه دی پاتې شوي.

امریکا متحده ایالاتو او سویلي کوریا د شمالي کوریا له خوا د توغنديو د وروستۍ آزموېنې په مستقیم غبرګون کې د سمندر پر لور د لنډ واټن بالستیک توغندي توغولي دي.

د جنوبي کوریا لوی درستیز د سیمه ایز وخت مطابق د دوشنبې ورځې په سهار اعلان وکړ چې د دوی له خوا د ATACMS ډول توغول شوي ۸ توغندي د جاپان سمندر ته لویدلي دي.

د یونهاپ خبري آژانس د سویلي کوریا د پوځي چارواکو په حواله لیکلي دي چې دا «د شمالي کوریا د توغندیو توغولو پر دستګاو او د قوماندې پر مرکزونو د دقیقو بریدونو ترسره کولو له پاره د امادګۍ او وړتیا ښکاره کولو» یو نمایشي اقدام دی.

سویلي کوریا پر خپل شمالي ګاونډي تور ولګاوه چې له خپلو توغندیزو آزموېنو سره په تحریک کوونکو اقداماتو لاس پورې کوي.

د سویلي کوریا پوځ پر پیونګ یانګ غږ وکړ چې د هر ډول داسې اقداماتو دې لاس واخلي چې د کوریا په ټاپو کې د پوځي تشنج د زیاتیدو او یا هم په دغه ټاپو کې د امنیت په خطر کې اچول کیدو سبب کیږي.

د اتو توغندیو ځواب په اتو توغندیو

شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د امریکا او سویلي کوریا ګډې پوځي مانورې روانې وې، په ختیځ سواحلو کې د سمندر پر لور د لنډ واټن ویشتونکي اته بالستیک توغندي وتوغول. دغه توغندي احتمالاً د شمالي کوریا پلازمېنې ته نږدې له سونان سیمې څخه توغول شوي دي.

شمالي کوریا د جون میاشتې په ۵ نیټه د نږدې واټن ۸ توغندي و ازماېلانځور: Lee Jin-man/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې شمالي کوریا د هیڅ داسې توغندیو د آزمایلو اجازه نه لري چې د اټومي سرګلولو د لیږد توان لري. امریکا او سویلي کوریا ویره لري چې کیدای شي شمالي کوریا هره شیبه اټومي آزموېنه ترسره کړي.

د یکشنبې په ورځ د سویلي کوریا او امریکا درې ورځنۍ ګډې پوځي مانورې پای ته ورسیدلې چې په هغې کې د نورو ترڅنګ د «یو اس اس رونالډ ریګن» الوتکې لیږدونکې بیړۍ هم برخه اخیستې وه.

وروسته له دې چې د شمالي کوریا پر وړاندې د سویلي کوریا دریځ سخت شوی دی، دا لومړی ځل دی چې سویلي کوریا له امریکا سره ګډې پوځي مانورې ترسره کوي.

د تعقیبولو خبردارۍ

څو اونۍ مخکې لا واشنګټن خبرداری ورکړی و چې شمالي کوریا له ۲۰۱۷ م کال راهيسي د لومړي ځل له پاره اراده لري چې د اټومي وسلو پر آزموېنې لاس پورې کړي.

په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وروستي ځل له پاره توانیدلې وه چې د پیونګ یانګ له خوا د اټومي وسلو د آزموېنې په غبرګون کې د شمالي کوریا پر وړاندې د بندیزونو پر وضع کولو موافقې ته ورسیږي.

د دیپلوماتیکو کړیو د آرزونو پر بنسټ، شمالي کوریا اټومي بم او بالستیک توغندي لري، خو تر اوسه پورې نه ده توانیدلې چې دغه واړه وسلې سره ترکیب او یوځای کړي.

خو وروسته له هغې په امنیت شورا کې د شمالي کوریا پر وړاندې د بندیزونو د لا زیات سختولو په اړه د واشنګټن هڅې د روسیې او چین د ویتو له کبله له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ جون، پر امریکا متحده ایالاتو غږ کړی دی چې د شمالي کوریا پر وړاندې د یوه اړخیزو بندیزونو پر ځای دی له دیپلوماتیکې حل لارې څخه استفاده وکړي.

د واشنګټن له خوا په وړاندیز شوو بندیزونو کې د نورو ترڅنګ هغه نفت هم شاملیږي چې شمالي کوریا اجازه لري په کلني حساب یې د غیر نظامي مقاصدو له پاره وارد کړي.

همدارنګه د واشنګټن له خوا د وړاندیز شوو بندیزونو په دې طرح کې د شمالي کوریا صادراتي توکو لکه ساعتونه او د سون فوسیلي توکي شاملیږي. د دې تر څنګ د دغه هیواد له خوا د احتمالي سایبري بریدونو سره د مقابلې په خاطر باید دغه هیواد نور د ارتباطي ټکنالوژۍ او اطلاعاتو ترلاسه کولو اجازه يې نه درلودله.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب