1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا خپل تر ټولو قوي توغندی آزمویلی دی

۱۴۰۰ بهمن ۱۰, یکشنبه

شمالي کوریا تر ۲۰۱۷م کال وروسته په لومړي ځل خپل تر ټولو قوي يو توغندی آزمویلی دی. په روانه اونۍ کې د شمالي کوریا د کمونیست رژیم له لوري دا د توغنیدو اومه آزموینه ده چې هر ځل یې د نړیوالو غبرګونونه را پارولي دي.

Nordkorea | Raketentest
انځور: Lee Jin-man/AP Photo/picture alliance

پر شمالي کوریا باندې ملګرو ملتونو د اوږدې مودې راهیسې د توغندیزو آزموینو له کبله بندیزونه وضع کړي دي خو دغه هیواد د نړیوالو بندیزونو باوجود بیا هم نړیوال قوانین ماتوي او وخت نا وخت د توغندیو آزموینې کوي.

په دې لړ کې شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۳۰ نېټه) د تیرو پنځو کلونو په موده کې خپل تر ټولو ستر توغندی آزمویلی دی. د شمالي کوریا ګاونډي جنوبي کوریا ویلي چې ډیر اټکل کیږي چې دا د منځني واټن ویشتونکی توغندی وي چې نیږدې دوه زره کیلومتره په ارتفاع یې سفر کړی او د جاپان په بحیره کې په اوبو کې لګیدلی دی.

زیاته شوي چې د شمالي کوریا تازه توغندي په نیږدې دیرشو دقیقو کې شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره مزل وهلی دی. امریکا متحده ایالاتو، جاپان او جنوبي کوریا د شمالي کوریا د توغندي دغه آزموینه په کلکو ټکو غندلې ده.

د شمالي کوریا تازه ګواښونه

شمالي کوریا همدا تیره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو له لوري پر وضع شویو بندیزونو انتقاد کړی او هغه یې د دښمنۍ پر اصل ولاړ سیاست بللی دی او ګواښ یې کړی چې دوی به خپل اتومي پروګرام او همدا راز د اوږې فاصلې ویشتونکي د توغندیو پروګرامونه یو ځل بیا فعال کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د واک په موده کې له شمالي کوریا سره د امریکا د مذاکراتو یو بل باب پرانیستل شوی وو چې له کبله یې داسې هیلې زیاتې شوې وې چې ښايي د شمالي کوریا کړکیچ بلاخره پای ته ورسیږي. خو د دغو مذاکراتو تر ناکامیدو وروسته، شمالي کوریا یو ځل بیا د توغندیو پر آزمویلو پیل وکړ.

انځور: KCNA/AP Photo/picture alliance

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، د خپل هیواد پوځي پروګرامونه د خپلې دفاع له پاره توجیه کوي خو نړیواله ټولنه بیا ویره لري چې د شمالي کوریا دغه وسلې ښايي د امریکا او نورو غربي هیوادونو پر ضد هم وکارول شي.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې په ۲۰۱۹م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د هغه مهال د ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون ترمنځ د مذاکراتو تر ناکامیدو وروسته، شمالي کوریا د خپل اتومي پروګرام انکشاف ته سرعت ورکړی دی او کارونه یې لا هم روان دي.

شمالي کوریا د خپلو پخوانیو اتومي پروګرامو د لغو کولو په بدل کې پر دغه هیواد د وضع شویو بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه کړې وه. د یادولو وړ ده چې شمالي کوریا د ۲۰۱۷م کال راهیسې د اتومي توغندي او یا هم د اوږدې فاصلې ویشتونکو توغندیو آزموینه نه ده کړې.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل