1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا مشر: په اداري پرسونل کي د انقلاب وخت رارسېدلی

۱۴۰۰ تیر ۹, چهارشنبه

د شمالي کوریا مشر د حاکم گوند لوړپوړي چارواکي له کرونا سره په مبارزه کي په بې باکۍ تورن کړي او ویلي يې دي چي دا کار هیواد له یوه ستر بحران سره مخامخ کړی دی. نوموړي مسؤل چارواکي په قضايي عواقبو گواښلي دي.

Nordkorea Kim Jong Un
انځور: KCNA/AP Photo/picture alliance

د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون په خبره، له کرونا ویروس سره په مقابله کي سترو تیروتنو دغه هیواد د یوه بحران پر لور بیولی دی. کیم د حاکم گوند (ګارګر) د سیاسي دفتر له ډېرو غړو سره د لیدني پر وخت »لوړپوړي چارواکي« د رامنځته سوي بحراني حالت مسؤل بللي او هغوی یې »په دنده کي په پاته راتلو« تورن بللي دي.

د شمالي کوریا مشر د نوموړي هیواد په دولتي تلویزیون کي ویلي دي چي هغوی کولای سوای چي په یوه »اساسي اقدام« سره د خپل هیواد او خلکو د امنیت ساتلو له پاره د یوه ستر بحران مخه ونیسي. دا لا معلومه نه ده چي د کرونا له پراخیدو سره په ارتباط څه پیښ سوي او څه ډول امنيتي بحران رامنځته سوی دی.

شمالي کوریا یو له هغو ډېرو لږو هیوادونو څخه دی چي تر اوسه پکښي په کرونا باندي د اخته کیدو د هیڅ یوې پیښي په هکله رپوټ نه دی ورکړل سوی. دغه هیواد ډیر ژر او د دغي پاندیمي په پیل کي لا خپل سرحدونه وتړل او له کرونا سره د مبارزې له پاره یې »ملي اضطراري وضعیت« اعلان کړ. خو څارونکي بیا په دې اند دي چي اوس دغه ويروس شمالي کوریا ته رسیدلی دی.

د شمالي کوریا په دولتي رسنیو کي د خپاره سوي رپوټ له مخي، د کارگر گوند د سیاسي دفتر غونډه له دې کبله رابلل سوې وه چي د هغو دولتي چارواکو او گوندي مشرانو د بې باکۍ په هکله خبري وسي چي د گوند پریکړي يې نه دي عملي کړي.

خبره د هغو مقرراتو په اړه ده چي د کرونا بحران پر وړاندي د »مخنیوي په کمپاین« کي وضع سوي ول. کیم د گوند ځیني لوړپوړي چارواکي په قضايي عواقبو ګواښلي دي او ویلي یې دي: »اوس هغه وخت دی چي په اداري پرسونل کي یو انقلاب وسي، مخکي له دې چي سخت اقتصادي مشکلات رامنځته سي.«

په جنوبي کوریا کي بیا داسي گومان کیږي چي ښايي د اقتصادي انزوا سخت قوانین چي د کرونا پاندیمي له امله وضع سوي ول، لکه د سرحدونو تړل، په شمالي کوریا کي د اقتصادي ستونزو د ډیریدو سبب سوي وي.

شمالي کوریا د خپلي اتومي وسلو د برنامو له امله د نړیوالي ټولني له خوا تحریم سوې ده.

GP/NZ/DW.Online Farsi

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب