1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا واکمن خپل پوځ د جگړې چمتووالي ته رابللی دی

۱۴۰۳ آبان ۲۸, دوشنبه

د سرچينو په حواله د شمالي کوریا د پوځ سرتیري، روسیې ته استول سوي تر څو د اوکراین په وړاندي جگړه کی گډون وکړي. د شمالي کوریا د مشر په خبره، له جنوبي کوریا سره تاوریخوالی زیات سوی او پوځ باید د جگړې له پاره چمتووالی ولري.

د شمالي کوریا واکمن، کیم جونگ اون
د شمالي کوریا واکمن خپل پوځ د جگړې چمتووالي ته رابللی دیانځور: Korean Central News Agency/Korea News Service via AP/picture alliance

د شمالي کوریا رهبر، کیم جونگ اون  ددغه هیواد پر پوځ ږغ کړی چې «د جگړې ته د چمتووالي له پاره له هر ډول هلو ځلو څخه کار واخلي.»

د شمالي کوریا د خبري آژانس  "KCNA" د رپوټ په حواله، هغه دا خبري د جمعې په ورځ د نوامبر پر ۱۵مه په پیونگ یانگ کې د پوځ د واحدونو قوماندانانو ته د یوې وینا په ترڅ کی وکړې. نوموړي په دغه وینا کې همدارنگه له «ټاپووزمې کوریا څخه د نړۍ د تر ټولو سترې  شخړې د سیمې په توگه» یادونه کړې ده.

د شمالي کوریا  مشر همدارنگه ، په خپلو خبرو کې پر امریکا او جنوبي کوریا تور ولگاوه چې دغه شخړه یې په تاریخ کې تر ټولو خراب وضعیت ته رسولې ده.

 کیم جونگ اون په دغو خبرو کې یو وار بیا په خپل هیواد کې د اټومي وسلو د «نا محدودې» پراختیا غوښتنه وکړه ترڅو له هغه څه سره مقابله وکړي چې نوموړي د«امریکا او د هغې د متحدینو گواښونه» بللي دي.

روسیې ته د اوکراین په وړاندي جگړې له پاره د درنو وسلو استول

د فایننشال تایمز ورځپاڼې د شنبه په ورځ د ډاډمنو سرچینو له خولې خبر ورکړی دی چې شمالي کوریا  د ځواکونو او مهماتو د استولو ترڅنگ، په دا وروستیو ورځو کې په شمالي کوریا کی تولید سوي شاوخوا ۵۰ درنې خودکاره هویتز (متحرکی توپخانې) او شاوخوا ۲۰ څوگوني راکټ لانچرونه هم روسیې ته استولي دي. 

مخکی له دې جنوبي کوریا د معلوماتي سرچینو له خولې اعلان کړی وو چې شمالي کوریا خپل څه د پاسه ۱۰ زره پوځي ځواکونه د اوکراین  په وړاندې جگړه کې د گډون له پاره روسیې ته استولي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په حواله، ددغو ځواکونو څو زره کسان د کورسک په سرحدي سیمه کې ځای پرځای سوي او په جگړه اییزو عملیاتو کې یې گډون کړی دی.

په دا وروستیو کې شمالي کوریا او روسیې  د هر اړخیزې همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی دی چی پوځي همکارۍ هم پکښي شاملیږي.

GP/BS/DW.Online Farsi

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل