1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني یو ایالت غواړي۱۰۰۰ افغان میرمنو ته پناه ورکړي

۱۴۰۰ مرداد ۲۷, چهارشنبه

 د جرمني د نورد راین ویستفالین ایالت غواړي د افغانستان څخه د ۸۰۰ ځایی کارکوونکو ترڅنگ زرو افغان میرمنو ته هم پناه ورکړي. خصوصأ مدني فعالانو، ژورنالسټانو او نورو ته. 

Afghanistan Frauenpark in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

لکه څنگه چي د "Rheinische Post"  په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د چارشنبه په ورځ رپوټ ورکړی ، په دې ډول هڅه کیږي د امکان ترحده ژر تر ژره په خاص ډول د خطر سره مخامخ ښځینه مدني فعالانو، د بشري حقونو فعالانو، هنرمندانو، ژورنالیستانو او داسي نورو ته له خپلو کورنیو سره یوځای په جرمني کي د اوسیدو ډاډمن ځای ورکول سي.

د نورد راین ویستفالین ایالت صدراعظم ، آرمین لاشیت په همدې ارتباط د افغانستان حالت ډیر وحشتناک وباله او وې ویل :« د ځایی کارکوونکو ترڅنگ فعالو او با جرأته میرمنو ته هم د طالبانو له خوا سخت خطر متوجه دی. د هغوی ژوند او آزادي د خطر سره مخامخ ده. ځکه نو دغه ډول یو حالت چټک بشري اقدام ته اړتیا لري. موږ ددغو ښځو خطرناک حالت تر څارني لاندي لرو. موږ مخکی له مخکی لا ددې غم خوړلی دی، چي د هغوی دپاره ژر تر ژره سرپناوي برابري کړو».

د جرمني د مهاجرینو د چارو وزیر یوآخیم شتامپ ویلي، اوس یو مسوولیت موجود دی ، همدا اوس باید هغو ښځو ته د پناه ورکولو زمینه برابره سي چي د مرګ ، شکنجې او جنسي تیري له ګواښ سره مخامخي دي. همدا اوس ژر تر ژره بین المللي ملاتړ ته ضرورت سته چي د ښځو ژوندانه ته د طالبانو د غچ اخیستلو څخه نجات ورکول سي.

GP/MQ/AG