د درمل جوړولو امريکايي شرکت «نوواکس» د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي، د NVX-CoV2373 په نامه دغه واکسین چي باید دوه ځله تطبیق سي، د آزمويني په دریم پړوا کي دا ثابته کړه چي د هغه معافیت ۹۰،۴ سلنه دی. يعني هغه کسان چي په دغه آزموينه کي واکسين سوي دي تر هغو چي نه دي واکسين په سلو کي تر ۹۰ سلنه لږ يې په دغي ناروغۍ اخته سوي دي. د کرونا ناروغۍ د نسبتاً معتدل او شديد بهير د مخنيوي په برخه کي د دغه واکسین اغېزمنتوب حتی په سلو کي سل وو.
په دغه راپور کي راغلي دي چي دغه راز د دغه واکسين جانبي عوارض هم لږ ول او هغه کسان چي په دغه ازموينه کي واکسين سوي دي ويلي دي چي يوازي يې کله نا کله د واکسین د پیچکارۍ ځای درد کاوه او يا يې هم ستړیا او د سر او بدن درد لاره. د دغه واکسين د دريم پړاو په آزموينه کي په امریکا متحده ایالاتو او مکسیکو کي تر اتلس کلنۍ پورته ۲۹ زره ۹۶۰ کسانو برخه اخیستې وه.
د NVX-CoV2373 په نامه دغه واکسین، نه د بیونتیک او مودرنا په ډول د mRNA ماده او نه هم د آسترازینکا په ډول د ویکتور ماده لري. نوموړی واکسین ډیر کوچني ذرات لري چي د سارس کووید ۲ له پروتیني موادو څخه په لابراتوار کي جوړیږي.
د دغه واکسین د جوړیدو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د حکومت سخت مالي ملاتړ موجود وو. د نوواکس په حواله د روان کال په دریمه ربع کي به د هغه د واکسيناسيون د اجازې له پاره عریضه وړاندي سي.
نوواکس خبر ورکړی چي د ۲۰۲۱م کال تر پایه به د دغه واکسین شاوخوا ۱۵۰ میلیون دوزه تولید سي. لکه څنګه چي امریکا متحده ایالات کافي واکسینونه په اختیار کي لري نو دغه واکسین به د نړۍ په نورو ځایونو کي تطبیق سي.
GP/NZ/AG
په اروپا کې هره ورځ د واکسین شویو کسانو شمير زياتيږې. دلته اوس ټولنيز محدوديتونه ورځ تر بلي کمېږي او ژوند عادې حالت ته راګرځي. انځورونه يې دلته کتلای شئ:
انځور: Peter Kneffel/dpa/picture allianceد يکشنبې په ورځ (د می ۹) په آلمان کې د مور ورځ وه. په ناڅاپې ډول هوا توده شوه او په ټول هيواد کې په ميليونونو خلک پارکونو او عمومي سیمو ته ولاړل. عکس په مونشن کي (د يکشنبې په ورځ د ايزار سیند پر غاړه له ساحل څخه) اخیستل شوی.
انځور: Peter Kneffel/dpa/picture allianceپه آلمان کي اوس هغه کسان چې واکسين شوي دي تر نورو ډېره آزادي لري. دوی کولای شي په آزاده پښه مغازو ته ولاړ شي د شپې د بنديز پر مهال راووځي او داسي نور. اوس پر دې باندي فکر کيږي چې هوټلونه او د سیلانیانو مرکزونه په کرارۍ سره پرانیستل شي.
انځور: Hauke-Christian Dittrich/dpa/picture allianceتیره شپه په بارسلونا کې ځوانان وروسته له هغه سړکونو ته راووتل چې چارواکو د کرونا له کبله رامنځته شوي بېړني حالت د ليري کيدو اعلان وکړ.
انځور: Emilio Morenatti/AP Photo/picture allianceپه هسپانيا کې د تيرکال په اکتوبر مياشت کي بيړنې حالت اعلان شو، پر تګ راتګ او هم د شپې له خوا له ۱۱ بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې ګرځېدل منع شول. اوس له څو میاشتو محدودیتونو وروسته د کرونا ناروغۍ په کمیدلو سره د هسپانيا په ښارونو کې خلک کرار کرار عادي ژوند ته راګرځي. (په عکس کې په بارسلونا کې پر سړکونو د ځوانانو خوشالي او نځاوي ښکاري.)
انځور: Jordi Boixareu/ZUMA/picture allianceپه مادريد کې پر سړکونو د خلکو خوشالي او نڅا. د شپې له خوا گرځبنديز لري شو. رستورانتونه کولی شي تر نیمې شپې مېلمانه وپالي. خو په هوټل کې دننه ۴ کسان او په بهر کي ۶ کسان کولې شي يوه مېز ته کښېنې. له خلکو اوس هم غوښتنه شوي چې «احتياط» وکړي.
انځور: Juan Carlos Rojas/picture allianceد شنبې په ورځ د مۍ اتمه د بروکسل واټونو او سړکنو ته عادي ژوند راوګرځېد، کافي شاپونواو رستورانتونو د ډيرو خلکو مېلمه پالنه وکړه.
انځور: Hatim Kaghat/BELGA/dpa/picture allianceد کرونا په وخت کې د محدوديتونو په رامنځ ته کولو سره ډېري ورزشي لوبې له ننداره کوونکو او مينه والو له حضور پرته ترسره کيدلي. په ايټاليا کې د بایسکل چلوني سيالي او د محدوديتونو کمیدلو او عادي ژوند ته د بیرته راګرځېدلو نخښه ده.
انځور: Alessandro Di Marco/ANSA/picture allianceد مور ورځي له پاره د ډالۍ پيرل. په هالنډ کي لا وضعيت سم نه دی او د آلمان د بهرنیو چارو وزير دغه هېواد ته له سفر کولو څخه خبرداری ورکړی.
انځور: Koen van Weel/ANP/picture allianceپه دغه هېواد کې د کرونا په ويروس د اخته کسانو شمير ډير کم شوی دی. سینماګاني، پلورنځي او رستورانتونه کرار کرار پرانيستل شوي او ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی.
انځور: Jorge Castellanos/ZUMAPRESS/picture allianceخلک له يو بل څخه د واټن په ساتلو سره په رستورانتونو کي په خوراک بوخت دي. په سويس کي هم د کرونا پر وړاندي مقابلې له پاره وضع شوی محدوديتونه کم شوي دي.
انځور: Glories Francois/ABACA/picture allianceپه يونان کې رستورانتونه او ديسکوتيک يو ځلې بيا د مېلمنو پر مخ پرانيستل شوي، کرونايي محدوديتونه لغوه شوي. په عکس کي د آتن ښار د «موناستيراکي» سيمه ښکاري.
انځور: Socrates Baltagiannis/dpa/picture allianceد لوپورژ ساحل د شنبې په ورځ له خلکو ډک وو. فرانسویان اوس کولی شي د خپل ژوند کولو له سیمې ۱۰ کيلومتره ليري ولاړ شي. سره له دې د ماښام له اوو بجو څخه وروسته ګرځېدل لا بند دي.
انځور: Fabien Pallueau/NurPhoto/picture allianceد فرانسې په سويل کې د منتون سواحل د می مياشتې له ۱۹ مې نيټې څخه ځان د سيلانیانو او مسافرو مېلمه پالنې ته چمتو کوي.
انځور: Jean François Ottonello/MAXPPP/dpa/picture alliance