امريکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ (د فيبرورۍ ۱۸ مه نيټه) ويلي چې د ۲۰۱۵ د اتومي تړون په اړه له ايران سره خبرو ته چمتو ده. د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت په ۲۰۱۸م کال کې تر دې تړونه د وتلو وروسته پر ايران بندیزونه هم و لګول.
خو په دې اړه د ولسمشر جو بايدن دريځ بل ډول دی. هغه په دې آند دی چې د اتومي پروګرام د څار او پرې د کنترول له پاره دا تړون اغیزمن دی.
دا تړون چې «ګډې جامعې تګلارې» په نوم شهرت لري، لاسليک کوونکي یې ليوال دي چې ویې ژغوري. د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس وويل: «امريکا به د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو له پاره د آلمان په ګډون د ملګرو ملتونو د پنځو دايمي غړيو او د ایران ترمنځ د ترسره کیدونکي غونډې له پاره د اروپايي ټولنې د لوړ پوړو چارواکو بلنه ومني.»
د ولسمشر بايدن حکومت د روانې میلادي میاشتې په سر کې ويلي ول چې پر ایران لګيدلي بندیزونه به لغوه نه شي.
له دې تړون څخه د امريکا تر وتلو وروسته ايران هم په ۲۰۱۹م کال کې له تړونه مخ واړاوه. دغه هيواد روښانه کړې وه چې د ۲۰۱۵م کال په تړون کې چې د يورانيمو د غني کولو کوم حد ټاکل شوی وو، ايران تر هغه ډېر غني کولی شي. تر لوړې کچې د يوارنيمو غني کول د اتومي وسلو جوړولو ته لاره هواروي خو ايران وايي چې دا پروګرام يوازې د ملکي موخو له پاره دی.
ورته موضوع: بایدن: له ایران سره خبرې کول به ډير ستونزمن وي
د فيبرورۍ پر ۱۸ نېټه د آلمان، فرانسې او بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرانو په دې اړوند په پاريس کې سره وليدل او د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکين هم د ويديو له لارې په دې غونډه کې ګډون وکړ.
تر دې لیدنې کتنې وروسته په ګډه اعلاميه کې وويل شول: «که ایران د اتومي تړون په ترڅ کې پر کړو ژمنو عمل وکړي نو امريکا به هم پرې عمل وکړي او بيا به دغه هيواد له ايران سره په دې اړه خبرو اترو ته چمتو هم وي.»
خو ایران يو ځل بيا پر دې ټينګار کړی دی چې دا چې امريکا له دې تړونه وتلې وه نو بايد لومړی اقدام هم دوی وکړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د تويتر له لارې ليکلي: »پر ايران د ټول مسؤليت اچولو پر ځای دي اروپايي ټولنه او نور درې اروپايي هيوادونه بايد خپلې ژمنې پر ځای کړي او د ايران پر وړاندې د ترمپ د اقتصادي ترهګرۍ میراث دې له منځه يوسي.»
د اتومي انرژۍ د نړيوال آژانس (آي ای اي ای) مشر جنرال رفايل ګراسي سينير له ايراني چارواکو سره د خبرو په موخه د شنبې په ورځ تهران ته سفر کوي.
ګراسي له ايراني چارواکو سره په دې اړه توافق ته رسېدل غواړي چې د ایران اتومي تاسيساتو ته د نړيوالو څارونکو لاس رسۍ پر ځای پاته شي څو هغوی خپلې پلټنې جاري وساتلی شي.
خو ايران وايي چې که امريکا تر راتلونکې يکشنبې پورې پر دغه هيواد هغه بندیزونه چې په ۲۰۱۸م کال یې لګولي ول، لغوه نه کړل نو ایران به ښايي د اتومي انرژۍ د نړيوال سازمان پر چارواکو بندیزونه ولګوي.
ب . ص/ ن. ز (AP, afp, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه:
د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوه جوړ جاړي ته تر رسیدو وروسته د ایران په ډیر شمیر ښارونو کې خلک سړکونو ته راووتل، نڅاوې یې وکړي او خپله خوښي یې څرگنده کړه. د نړیوالو خبري آژانسونه انځورونه
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenarehله نړیوالې ټولنې سره د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوه توافق ته د رسیدو د رپوټونو وروسته د ماښام شا او خوا ډیر شمیر ایرانیان سړکونو ته راووتل او خپله خوښي یې څرگنده کړه.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenareد «ایرنان» خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د تهران پرته، ایرانیانو په ډیر شمیر ښارونو لکه بوشهر، بروجرد، مشهد او ... کې خپله خوښي څرگنده کړه.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenareد ایران د اتومي پروگرام پر سر د توافق وروسته د سړکونو پر سر د ایرانیانو خوشحالي
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenarehتر دې دمخه د ایران د ا«نتظامي ځواکونو» ویاند سعید منتظر المهدي «د احتمالي اتومي توافق په جشن کې د خلکو تر څنگ د حضور» په هکله د دغو ځواکونو د چمتووالي خبره کړې وه.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenareد ایران د ۱۳ کلن شخړه ییز اتومي پروگرام پر سر د مذاکراتو وروستۍ دوره د ۵+۱ هیوادونو او ایران تر منځ د اتریش د پلازمینې ویانا په کوبورگ نومې هوټل کې یوه جوړجاړي ته په رسیدو ختمه شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenarehایرانیان د اتومي توافق په هکله خپل جشن لمانځي
انځور: Getty Images/AFP/A. Taherkenarehپه دغه انځور کې هم دوه ځوانان لیدل کیږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف انځور یې په لاسونو کې دی او خپله خوښي ښيي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenarehایرن او د نړۍ شپږ قدرتونه (امریکا متحده ایالات، روسیه، چین، فرانسه او آلمان) چې د ۵+۱ په نامه هم یادیږي د خبرو اترو د یوې اوږدۍ دورې وروسته د ایران د اتومي پروگرام د شخړي د هواري پر سر توافق ته ورسیدل.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenarehد ایران د اتومي پروگرام پر سر یوه توافق ته د رسیدو وروسته د اروپا د پارلمان مشر مارتین شولتڅ، له دغه تړون څخه د هرکلي په ترڅ کې هغه «د یوه نوي دور د پیلیدو» په توگه یاد کړ او روښانه یې کړه چې دا د ایران، سیمې او نړۍ د امنیت له پاره يو ښه توافق دی.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenarehپه ایران کې خلک اتومي پروگرام پر سر توافق ته د رسیدو وروسته خلک خپله خوښي ښيي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Taherkenarehپه ایران کې د سړکونو پر سر د اتومي جوړ جاړي په هکله د خلکو خوښي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenarehد روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اتومي تړون په هکله توافق وستایه او ویې ویل چې اوس نړۍ کولای شي «د راحت سا» واخلي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenareد اورپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې فدریکا موگرینی، د ایران د اتومي پروگرام پر سر د جوړجاړي هرکلی وکړ او هغه یې «د ټولې نړۍ له پاره د هیلې نښه» وبلله. موگریني روښانه کړه چې دغه توافق به «په نړیوالو اړیکو کې نوی فصل» پرانیزي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenareپه ایران کې د سړکونو پر سر د اتومي پروگرام پر سر د جوړ جاړي په هکله د خلکو خوښي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenareپه ډیر شمیر ښارونو کې تر ماښام ناوخته پورې خلکو د سړکونو پر سر خپله خوشحالي څرگندوله.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenareد آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د نړیوال سیاست او دیپلوماسۍ په برخه کې د ایران د اتومي پروگرام په هکله توافق د یوه اساسي بریا په توگه عنوان کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenareپه دغه انځور کې هم دوې میرمنې لیدل کیږي چې د ایران بیرغ یې په لاسونو کې دی او خپله خوښي څرگندوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenareد نړیوالو قدرتونو او ایران تر منځ د خبرو اترو وروستي دور کابو ۱۸ ورځې دوام وکړ او بالاخره د جولای میاشتې پر ۱۴مه نېټه د مذاکراتو ښکیل اړخونه د ایران د شخړه ییز اتومي پروگرام پر سره توافق ته ورسیدل.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare