1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د باالمقطع کار کوونکو شمېر زيات شوی

۱۴۰۲ شهریور ۷, سه‌شنبه

باالمقطع کار کوونکي هغه کسان بلل کيږي چې په اونۍ کې تر ۳۰ ساعتونو څخه کم وخت کار کوي. په آلمان کې يې شمېر زيات شوی دی.

Symbolbild Teilzeitarbeit
انځور: Christin Klose/dpa/picture alliance

د احصائيو له پاره د آلمان ځانګړې ادارې (ډيسټاټس) د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اګست ۲۸) خپل يو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راغلي دي چې په آلمان کې په ۲۰۲۲م کال کې د هغو کار کوونکو شمېر زیات شوی چې کاري ساعتونه يې په اونۍ کې تر ۳۰ کم وي. د دغه راپور له مخې په ياد کال په آلمان کې ۱۱،۸ ميليونه انسانانو پارټ ټايم يا باالمقطع کار کاوه. زياته شوې ده چې په ۲۰۱۰م کال کې په ياده ساحه کې د کار کوونکو شمېر ۹،۲ ميليونه و.

په راپور کې زياته شوې ده چې په ۲۰۲۲م کال کې د باالمقطع کار کوونکو له ډلې څخه ۹،۱۸ ميليونه او په دې توګه اکثريت يې مېرمنې وې. په دغه شمېر کې د ۲۰۱۰م کال په پرتله د ۲۲ فيصدو زياتوالی راغلی دی. خو د پخوا په پرتله په دغه ساحه کې د نارينه و شمېر ۵۳ فيصده زيات شوی دی او ۲،۶ ميليونه ته رسېدلی دی. دا په داسي حال کې چې آلمان په عاجله توگه مسلکي کارگرو ته اړتيا لري.

په اعدادو کې نور څه راغلي؟

د ډسټاټس د راپور په حواله په تيرو ۱۲ کالونو کې د بشپړ وخت کار کوونکو په شمېر کې هم زياتوالی راغلی او ۲۷،۲ ميليونو ته جګ شوی دی. د ټولو کار کوونکو په شمېر کې د زياتوالې تقريباً ۲۸ فيصده برخه باالمقطع کار کوونکي تشکيلوي.

د ډسټاټس په د راپور په وينا د باالمقطع کار کوونکو شمېر زياتېدنه د دې يوه نخښه کېدلای شي چې «اوس باالمقطع کار د بشپړ کار د ځای نيولو په حال کې دی.»

خو د راپور له مخې د ۲۰۱۰ کال په پرتله په ۲۰۲۲م کال کې د باالمقطع کار کوونکو د کار ساعتونه زيات شوي. ويل شوي چې ۱۲ کاله مخکې په ياده ساحه کې کار کوونکو په اونۍ کې په اوسط ډول ۱۸،۴ ساعته کار کاوه، خو په ۲۰۲۲م کال د کاري ساعتونو اوسط حجم  ۲۱،۲ ساعتونو ته جګ شوی.

پکښې د مېرمنو زياته برخه

په کاري ساعتونو کې د زياتوالي ۱۶ فيصده د مېرمنو په کاري وخت کې د اضافې له کبله رامنځته شوې. مېرمنو په ياده ساحه کې په اونۍ کې په اوسط ډول ۲۱،۷ ساعته او نارينه و ۱۹،۵ ساعته کار کړی دی. د دولس کالو مخکې په پرتله په دې توګه د نارينه و په کاري ساعتونو کې د ۱۴ فيصدو زياتوالی راغلی دی.

خو هغه کسان چې بشپړ وخت کار کوي، د تيرو ۱۲ کلونو په پرتله په ۲۰۲۲م کال کې يې په اوسط کاري وخت کې په اونۍ کې د نيم ساعت کموالی راغلی دی. په داسي حال کې چې په ۲۰۱۰م کال کې په بشپړ وخت کار کوونکو کې د اونۍ د کاري وخت ساعتونه ۴۰،۶ ول، په ۲۰۲۲م کال کې دغه اوسط تقريبا ۴۰ ساعتونو ته راکښته شوی. په دغه ساحه کې مېرمنو تر نارينه و کم کار کړی. د نارينه و د ۴۰،۴ ساعتو په پرتله مېرمنو په اونۍ کې ۳۹،۲ ساعته کار کړی دی.

آ./ا.ا./ن.ز.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل