1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: له خوارځواکه ماشومانو څخه د چاغو شمیر زیات شوی

۱۴۰۴ شهریور ۱۹, چهارشنبه

دا لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه له خوارځواکه ماشومانو څخه د چاغو ماشومانو شمیر زیات شوی دی. د یونیسف په حواله په ماشومانو کې د چاغښت ستر عامل غیر صحي خواړه دي.

د یونیسف د څیړونکو په حواله د چاغښت تر ټولو لوی لامل غیر صحي خوراک دی.
د یونیسف د څیړونکو په حواله د چاغښت تر ټولو لوی لامل غیر صحي خوراک دی.انځور: picture-alliance/Photoshot

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندق یونیسف له خوا د خپاره شوي یوه نوي رپوټ په حواله اوس ښوونځي ته د تلونکو چاغو ماشومانو شمیر، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له شمیر څخه تیری کړی دی.

د چارشنبې (د سپټمبر ۱۰ نیټه) په ورځ خپاره شوي دغه رپوټ پر بنسټ دا لومړی ځل دی چې له ۱۹ کلونو کم عمر لرونکو چاقو ماشومانو، خوارځواکه ماشومان شاته پريښي دي.

د یونیسف مشرې کیتهرین رسل وویل: «نن چې مونږ د خوراک د کمښت په هکله خبره کوو، نو مونږ یوازې د کم وزن لرونکو ماشومانو خبره نه کوو.»

په رپوټ کې د خوړو او چاغښت په هکله څه ویل شوي؟

له ۱۹۰ په ډیرو هیوادونو کې د راټولو شوو شمیرو له مخې له ۲۰۰۰ م کال وروسته له ۵ تر ۱۹ کلونو ماشومانو کې د کم وزن لرونکو ماشومانو (په خوارځواکۍ اخته ماشومان) شمیر له ۱۳ سلنې ۹،۲ سلنې ته را ټیټ شوی دی.

په داسې حال کې چې په چاغښت د اخته ماشومانو شمیر نږدې درې چنده په لوړیدو سره له ۳ سلنې ۹،۴ سلنې ته رسیدلی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې له ۵ تر ۱۹ کلونو هرو پنځو ماشومانو کې یو یې د وزن زیاتیدو له ستونزې سره مخامخ دی او د داسې ماشومانو مجموعي شمیر ۳۹۱ میلیونو ته رسیږي.

یونیسف وړاندیز کوي چې په ښوونځیو کې دې د فاسټ فوډ پر پلور محدودیت ولګول شيانځور: Dominic Lipinski/empics picture alliance

یونیسف په دې اړه په ۲۰۱۷م کال کې د «ټپنګ پوئنټ» په نوم خپل یوه رپوټ کې وړاندوېنه کړې وه. په هغه رپوټ کې ویل شوي و چې په ډیر عاید لرونکو هیوادونو کې د چاغښت کچه مخ پر لوړیدو ده. په چيلي هیواد کې له پنځو تر ۱۹ کلنو ماشومانو کې ۲۷ سلنه، په امریکا کې ۲۱ سلنه او په متحده عربي اماراتو کې هم ۲۱ سلنه ماشومان له چاغښت څخه رنځ وړي.

د وزن زیاتیدو علت څه دی؟

د یونیسف د څیړونکو په حواله د چاغښت تر ټولو لوی لامل غیر صحي خوراک دی. په نوي رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی دی چې «د ماشومانو د خپلې خوښې خواړه، زر تیاریدونکي خواړه(فاسټ فوډ)، بوره، نشایسته، مالګه، ناسالمه غوړ او دا ډول اضافي شیان د ماشومانو د خوړو له پاره یو غیر صحي چاپیریال برابروي.»

رسل وویل: «چاغښت یو مخ پر ډیریدونکې انديښنه ده چې د ماشومانو روغتیا او وده اغیزمنولی شي. پروسس شوي خواړه د میوو، سبزیجاتو او پروتینو ځای نیسي، په داسې حال کې چې تغذیه د ماشومانو په علمي او ذهني وده کې مهم رول لوبوي.» 

د چاغښت مخ پر زیاتیدونکي بهیر د مخنیوي په خاطر په رپوټ کې پر خوړو د لیبل لګولو سره د خوړو چاپیریال بهترول، د خوړو د مارکیټینګ په برخه کې د محدودیتونو عملي کول او په ښوونځیو کې د فاسټ فوډ پر پلورلو د بندیز لګولو په شان وړاندیزونه شامل دي.  

په رپوټ کې د عاید د کمښت له ستونزې سره د مقابلې او له معدني موادوو څخه غني خوړو ته د لاسرسي په خاطر د ټولنیز ملاتړ پروګرامونو د بهترولو وړاندیز شوی دی. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب