1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بهرنيو عسکرو تر وتلو وروسته ښايي افغان حکومت سقوط وکړي»

۱۴۰۰ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي په دې باور دی چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د دې امکان موجود دی چي افغان حکومت راوپرځول سي. د دې کار په نتیجه کي به کورنۍ جګړه رامنځته او القاعده بیرته قوي سي.

USA US-General Mark Milley
انځور: Erin Scott/REUTERS

د افغانستان د راتلونکي په اړه پوښتني په جواب کي نوموړي جنرال د چهارشنبې په ورځ د یوې امنیتي غونډي پر مهال وویل چي «په دې هکله ښه جواب نه سته». امکان لري د سناریوګانو پراخه لړۍ پیل سي چي له هغو څخه یې ځیني «ډیري خرابي» وي. په ډیر خراب حالت کي ممکنه ده چي افغان حکومت او پوځ له سقوط سره مخامخ سي.»

میلي زیاتوي: «کورنۍ جګړه او په نتیجه کي به یو بشري ناورین رامنځته سي. همدارنګه ښايي ترهګره شبکه القاعده هم بیرته قوي سي.»

د میلي په خبره په اوس وخت کي افغان حکومت څه د پاسه ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه او د وسله والو طالبانو پر وړاندي مبارزه کي ډیره تجربه لري.

له بلي خوا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم امریکا ددې امکانات لري چي د القاعدې پر وړاندي خپلي مبارزې ته دوام ورکړي.

امریکا متحده ایالات اوس د ولسمشر جو بایدن په امر له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بشپړ ایستلو له پاره تیاری نیسي.

د وروستیو ۲۵۰۰ امریکايي عسکرو ایستل به د می پر لومړۍ نېټه پیل او د سپتمبر تر یوولسمي پوري به دوام وکړي.

همدارنګه د آلمان په گډون ناټو متحدین به هم په راتلونکو میاشتو کي خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. څارونکي په دې نظر دي چي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغه هیواد کي د تشدد نوې څپه پیل او طالبان به قدرت ته ورسيږي.

PG/NZ/AG