د اس او اس مديترانې فرانسوي مرستندويه سازمان د شنبې په ورځ د خپلې کښتۍ «اوشين وايکينګ» په مرسته په مديترانه کې درې د ژغورنې ماموريتونه اجرا کړي دي. د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي ياد درې واړه ماموريتونه چې د تقريبا ۷ ساعتونو په جريان کې اجرا شول، پکښې ۱۵۳ مهاجر ژغورل شوي دي.
دغه هم ولولئ:لیبیا: طرابلس ته نژدې د کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې په لسونو مهاجر مړه سوي
ياد سازمان ويلي دي چې و يادو ماموريتونو ته يې هغه وخت خپله کښتۍ ولېږله، کله چې د شنبې يا خالي په ورځ د «الارم فون» سازمان له خوا بېړنی زنګ ووهل شو. دغه سازمان په سمندري خطر کې د راګير شوو انسانانو لپاره د تليفون ځانګړې ليکه چلوي.
بې خوراکه او چښاکه ويل شوي چې «اوشين وايکينګ» يو په بل پسې ۵۹ او ۶۵ مهاجر له دوو لرګينو کښتيو او بيا ۲۹ مهاجر د ښيښه يي تارونو له موادو جوړې ښوې کښتۍ څخه وژغورل. اس او اس مديترانې ويلي دي چې ژغورل شوي کسان پنځه ورځې په سمندر کې ول چې ورسره له دوو ورځو راهيسي نه اوبه او نه خوراکي توکي ول. زياته شوې چې دغه مسافر ډېر ستړي او تږي ول.
دغه هم ولولئ:آلماني پولیسو یوه موټر کې ۳۰ مهاجر موندلي
په مارسې کې د اروپايي سمندري ژغورنې اتحاديې دغه ماموريتونه ستايلي دي. يادې اتحاديې زياته کړېده چې دغه ماموريتونه د ايټالوي سمندري چارواکو سره په ګډه انسجام شوي دي.
ياده ژغورونکې کښتۍ د ۱۵ نورو ژغورل شوو مهاجرو سره د ايټاليې د سيويتاوېچيا بندر پر لور حرکت کړی دی. هلته د رسېدو لپاره درې ورځې سفر ته اړتيا شته.
مرستندويه سازمانونو په ماضي کې د ايټالوي چارواکو دغه پاليسي سخته غندلې چې په وينا يې ډېرو ليري ځايونو ته مرستندويه کښتۍ ليږي. دغه سازمانونه وايي په دې توګه د کښتۍ زيات وخت ضايع کيږي او د ژغورنې د هغوی په نوو ماموريتونو کې ځنډ رامنځته کيږي. سازمانونه د ايټاليې د ښې اړخې لومړۍ وزيري جيورجيا مېلوني پر حکومت تور لګوي چې په خپلې يادې تګلارې سره د سمندري ژغورنې په لاره کې خنډونه جوړوي.
مالټا مرسته نه کوي که څه چې د ژغورنې زيات ماموريتونه په مديترانه کې د مالټا په اوبو کې صورت نيسي خو د دغه هيواد چارواکي د مرستندويه سازمانونو د مرستو ږغونو ته جواب نه وايي. دغه چارواکې له سمندر څخه د مهاجرو په ژغورنه کې مرسته نه کوي.
د مهاجرت د نړيوال سازمان آی او ام په وينا مديترانه د مهاجرت لپاره د نړۍ تر ټوله خطرناکه او وژونکې لاره ده. د ملګرو ملتونو دغه سازمان اټکل کوي چې تېر کال پر دغه لاره تر ۱۴۰۰ څخه زيات انسانان مړه شوي دي. په دې لړ کې د روان کال له پېل راهيسي تر ۸۰۰ له زياتو مړو خبره شوې ده.
آ./ا.ا./ن.ص.
له ځنګل کمپ څخه پاريس ته او بيا ...
د فرانسې په کاله کې پولیسو لخوا د «ځنګل» موقت کمپ له ورانيدو وروسته، په زرونو مهاجر پلازمينه پاریس راوړل شول. خو لا هم زیات شمير مهاجر غواړي بيرته کاله ته ولاړ شي تر څو له هغه ځایه بريتانيا ته تللي وي. انځور: Reuters/C. Platiau پاریس کې د مهاجرو د خيمو غورځول د فرانسې پولیسو د پاریس ښار د ستالينګراد ميترو ستيشن ته نژدې د پياده روونو پر سر د مهاجرو درول شوې خيمې او د خوب لپاره هوارې کړل شوې دوشکې او بیسترې ټولې کړې. د کالې کمپ له ورانيډو وروسته پاريس کې د مهاجرو شمير تر ۳۰۰۰ پورې لوړ شو.
انځور: Reuters/C. Platiau دا به د کمپ د پاک کارۍ وروستی ځل وي؟ مهاجرې ښځې په سړه هوا کې بسونو ته ولاړې دي تر څو یې د فرانسې ښار بلې سيمې ته د مهاجرو د پزيرش مرکز ته رسولي وي. په پاريس کې د مهاجرو کمپ په وروستيو مياشتو کې هم دوه ځله پاک کاري شوی وو. د پزيرش مرکزونه به په راتلونکې کې د موقتي کمپونو د جوړيدو مخنيوي وکړي.
انځور: Reuters/B. Tessier په زرونو هغه مهاجر چې د «ځنګل» کمپ تر ورانيدو وروسته د فرانسې پلازمينې پاریس ته راغلي، په دې هيله دي چې بيرته کالي ته ولاړ شي، تر څو له هغه ځايه بريتانيا ته تللي وي.
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Valat د فرانسې حکومت لخوا په کالې کې د مهاجرو کمپ تر ويجاړيدو وروسته، یو شمير مهاجرو د پاريس ښار په کوڅو کې خپلې خيمې ودرولې. له همدې کبله اوس د فرانسې په کوڅو کې د مهاجرو شمير زیات شوی دی.
انځور: Reuters/C. Platiau کوم مهاجر چې تيرکال فرانسې ته رسيدلي ول، اکثره یې د افغانستان، عراق، اريتيريا او سوډان هيوادونو څخه دي. دوي غالباً هڅې کړي تر څو د لاريو او نوور وسايطو په ذريعه د بريتانيا پر لور وتښتي.
انځور: Reuters/P. Rossignol يوه ډله ځوان مهاجر په کاله کې «ځنګل» کمپ ته نژدې ولاړ دي. د اکتوبر میاشت په ۲۶ مه، کله چې پوليسو له کمپ څخه د شاوخوا ۱۰ زره مهاجرو د وښکلو کار پیل کړ، کمپ ميشتو په اعتراض کې اورونو بل کړل.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Laurent مهاجر له کالې څخه د وتلو په حال کې د فرانسې د کالې په «ځنګل» نومې کمپ کې شاوخوا لس زره مهاجر په دې اميد ميشت ول چې بريتانيا ته به ځي. چارواکو د فرانسې نورو سيمو ته د دغو مهاجرو د انتقال پر وخت هڅې وکړې، تر څو يې د اعتراضاتو د پيښيدو څخه مخنيوی کړی وي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Camus دا په کاله کې د «ځنګل» کمپ یوه برخه ده. په دغه کمپ کې مهاجر په ناپاکه کانتينرونو او خيمو کې په بد حالت کې ژوند کاوه. دغو خيمو د باد او لمر په مقابل کې ډیر کم مقاومت لاره.
انځور: Reuters/P. Wojazer د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل چې نور به څوک پرې نښودل شي چې د کالې د مهاجرو په کمپ کې له سره میشت شي. د «ځنګل»کمپ په اروپا کې د مهاجرو د بحران د سمبول په توګه بدل شو.
انځور: Reuters/C. Platiau