د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې؛ د ملکي تلفاتو شمیر لوړ شوی
۱۴۰۴ اسفند ۱۵, جمعه
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو د شمیر او نښتو د شديدو په اړه انديښنې ډېرې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميسار د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې په تیره اونۍ کې له پاکستان سره د نښتو له شديدو راهېسې ۵۶ ملکي افغانان وژل شوي چې ۲۴ یې ماشومان دي.
اړونده موضوع: طالبانو او پاکستان يو د بل د پوستو د نيولو او تخريبولو خبر ورکړی
فولکر ترک، د دې بيانیې په يوه برخه کې د پاکستان له پوځ او طالبانو د ادارې له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې «نښتې دې ژر تر ژره ودروي او له ميليونو اړمنو کسانو سره مرستو ته دې لومړيتوب ورکړي.»
په دې منځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د تازه نښتو له کبله د زرونو کسانو د بې ځايه کيدو رپوټ ورکړی دی.
ملګرو ملتونو ويلي: «د پولې په اوږدو کې د تازه شخړې له کبله په افغانستان او پاکستان کې وضعيت ترينګلی دی.» ياد سازمان زياته کړې چې په افغانستان کې د تازه نښتو له امله شا او خوا ۱۱۵ زره کسان او په پاکستان کې ۳۰۰۰ کسانو خپل کورونه پرېښي دي.
ملکي تاسیسات زيانمن شوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر يا اوچا ويلي دي چې نښتو او هوايي بريدونو ملکي زیربناوو ته چې روغتيايي او د بشري مرستو تاسیسات پکې شامل دي، زيان رسولی دی. زياته شوې چې د مهاجرت د نړيوال سازمان د ترانزيت په مرکز کې يو شل بستري روغتون او د ننګرهار په تورخم پاټک کې د بیرته راستنېدونکو له پاره جوړ «عمري» مرکز ته زيان رسېدلی دی.
اړونده موضوع: په افغانستان کې تر هوایي بريدونو وروسته پاکستان امنیتي تدابير کلک کړي
دې بنسټ ويلي دي چې مرستندويه سازمانونو خپل کارکوونکي له خطر سره د مخامخ سيمو چې سپين بولدک هم پکې شامل دی، جلال آباد او کندهار ښارونو ته انتقال کړي دي. همدا راز په خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د تغذیې د خدماتو اته مرکزونه تړل شوي دي.
اوچا ويلي دي که څه هم چې د مارچ تر ۵مې نيټې پورې د کابل نړيوال هوايي ډګر لا فعال وو خو د امريکا او ایران ترمنځ ترينګلتياوې د هوايي حريم د امنيتي اختلالاتو او محدوديتونو باعث شوي او پر پروازونو یې اغیزه کړې ده.