چارواکي: افغان پلاوی او طالبان په قطر کې سره ګوري
۱۴۰۰ تیر ۲۳, چهارشنبهدغه افغان چارواکي چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، زياته کړې چې تمه کیږي چې طالبان هم خپل لوړپوړي چارواکي دغه خبرو اترو ته واستوي.
د سولې په خبرو کې دا نوی پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کيږي چې د امريکا متحده ايالاتو د ځواکونو د ايستلو بهير روان دی.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان سکات میلر، په دې وروستيو کې خبرداری ورکړی چې مخ پر زياتېدونکی تاوتريخوالی د افغانستان جګړې ته د يوه سوله ایز حل لټولو هلې ځلې زيانمنولی شي.
په همدې حال کې طالبانو د هېواد په ډېرو برخو کې له حکومتي ځواکونو سره په نښتو کې ښکيل دي او ادعا کوي چې يو پر درېمه برخه ولسوالۍ یې نيولي دي.
له دې ولسواليو څخه یې ډېري له ستراتیژيکي پلوه مهمې دي او له ايران، ازبکستان او تاجيکستان سره پر سرحد پرتي دي.
د جګړو په ترڅ کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو ځيني کمروزتياوې هم را څرګندې شوې. ځکه داسې ادعاوې کيږي چې ډېري ولسوالۍ بې له جګړې طالبانو ته پريښوول شوي دي او په دې وروستيو کې تر ۱۰۰۰ زيات عسکر تاجيکستان ته اوښتي ول.
د دوحې د احتمالي مذاکراتو مشري به د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله وکړي. تمه کيږي چې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی به هم په افغان پلاوي کې شامل وي.
حامد کرزي پرون سه شنبه د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې پر حکومت غږ وکړ چې د سولې د تامين دا موقع له لاسه ور نه کړي او د سولې له پاره هلې ځلې وکړي.
نوموړي په عين حال کې پر نجونو او ښځو هم غږ وکړ چې خپلو زده کړو او دندو ته ادامه ورکړي او هیله یې څرګنده کړه چې افغانستان به يوه ورځ يوه ولسمشره ولري.