1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستموریتانیا

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته پلاوی لیږي

۱۴۰۱ اسفند ۲۶, جمعه

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي ویلي دي چې دغه پلاوی له طالبانو سره د ښځو پر کار او زده کړو خبرې کوي.

اسلامي همکاریو سازمان
اسلامي همکاریو سازمانانځور: Yasser Al-Zayyat/AFP/Getty Images

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاها ویلي دي چې د اسلامي فقهې له نړېوالې ټولنې سره په همغږۍ افغانستان ته پلاوی استوي، څو طالبان د ښځو پر کار او زده کړو «قانع» کړي.

اړوند مطالب:د طالبانو پرېکړې اسلامي نړۍ حيرانه کړې

نوموړي په موریتانیا کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي دي چې ځانګړي استازي یې تر دې وړاندې هم طالب چارواکو ته د ښځو د زده کړو او کار پر پریکړي له سره د کتنې پيغام رسولی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان یا OIC پر ټویټر پاڼه د طاها له قوله لیکل شوي: «د اسلامي همکاریو سازمان غړي هيوادونه د بشر دوستانه مرستو په کچه له افغانستانه ملاتړ ته ژمن دي او دا مهمه ده چې د افغانستان اوسني واکمنان د ښځو د کار او زده کړو په اړه پر خپلو پریکړو له سره کتنه وکړي.»

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي غونډه پرون پنجشنبې (۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۶) په موریتانیا کې پيل شوې چې نن جمعه هم دوام کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل