1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلامي همکاریو سازمان له ازبکستان سره پر افغانستان غږېدلی

۱۴۰۲ آذر ۴, شنبه

د اسلامي همکاریو سازمان استازي له ازبیک چارواکو سره افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران په راکمولو خبرې کړي.

ارشیف انځور: د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه
ارشیف انځور: د اسلامي همکاریو د سازمان غونډهانځور: Reuters/B. Ozkan

افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت پلازمینه تاشکند کې افغانستان لپاره ددغه هېواد له ځانګړي استازي عصمت الله اریغاشوف سره کتلي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان یا OIC  پرخپله اکس پاڼه لیکلي: «دواړو اړخونو افغانستان کې د اقتصادي او انساني بحران د کمولو برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.»

سرچینه زیاتوي چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د پریکړه لیک په اړه باید په هغه هېواد کې له واکمنو چارواکو سره عملي خبرې وشي.

ددغه سازمان پریکړه لیک کې د نورو ډېرو مسایلو ترڅنګ هلته د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د کار او نجونو د زده کړو د حق پر رعایت ټینګار شوی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، ازبیکستان سره په ګډه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د اسلامي همکاریو سازمان په تېره سپټمبر میاشت کې ویلي ول چې د طالبانو حکومت سره یې د ښځو کار او د نجونو د زده کړو په اړه خبرې کړي، خو بیا وروسته ددې خبرو پایلو په اړه جزیات رسنیو ته راونه وتل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب