1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هندوستان دې د مسلمانانو امنیت وساتي»

۱۴۰۰ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د اسلامي همکاریو سازمان د هندو مذهبه سخت دریځو له خوا د مسلمانانو د نسل وژنې په هکله وروستیو تبصرو وارخطا کړی او له هند څخه غوښتي چې د مسلمانانو امنیت خوندي کړي. په هند کې په دې وروستیو کې پر حجاب جنجالونه را پورته شوي.

Indien Neu Delhi | Protest gegen Gewalt gegen Muslime in Tripura
انځور: Imtiyaz Khan/AA/picture alliance

د نړۍ په کچه د اسلامي هیوادونو له لوري جوړ، د اسلامي همکاریو سازمان یا او. آی. سي په هندوستان کې د مسلمانانو پر ضد وروستیو اقداماتو ته په کتو په دغه هیواد کې د مسلمانانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان پرون د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د فبروري پر ۱۴) نېټه په یوه خپرې شوې خبرپاڼه کې په هندوستان کې له مسلمانانو سره د وروستیو پیښو په تړاو له ملګرو ملتونو او له نړیوالې ټولنې د هر اړخیزو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان په هندوستان کې د هندو مذهبه سخت دریځو له لوري د مسلمانانو د نسل وژنې د څرګندونو په هکله هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان د هندوستان په ټولنیزو رسنیو کې د مسلمانو مېرمنو د ځورونې او د حجاب په تړاو وروستیو پیښو په هکله هم خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له هندوستان څخه د مسلمانانو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان عمومي منشي په یو لړ ټویټري پیغامونو کې د هندوستان په اتراکنډ ایالات کې په یوه رابلل شوې غونډه کې د مسلمانانو د نسل وژنې په هکله د څرګندونو، پر ټولنیزو رسنیو باندې د مسلمانو ښځو د ځورونې له پیښو او همدا راز د دې هیواد په جنوبي کرناټک ایالت کې د مسلمانو ښځو د حجاب له بندیز څخه پرده پورته کړې ده. او. آی. سي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له سازمانه او په ځانګړې توګه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په دې هکله دې اقدامات وکړي.

دغه سازمان په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي: «د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي یو ځل بیا له هندوستان څخه غواړي چې د مسلمانانو امنیت او خوندیتوب ډاډمن کړي او د زور زیاتیو او نفرت انګیزه لرونکو جرمونو مرتکبین دې محاکمه شي.»

انځور: Rupak De Chowdhuri/REUTERS

د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال د هند د مسلمانانو د وضعیت په هکله اندېښنه ښيي چې په هندوستان کې د حجاب پر سر د وضع شویو بندیزونو له کبله په دغه هیواد کې احتجاجونه ادامه لري او په دې هکله ټاکل شوې چې د کرناټک ایالت په یوه محکمه کې پریکړه هم وشي.هندوستان: محکمه د حجاب پر موضوع له سره کتنه کوي

دغه نړیوال سازمان تر دې وړاندې هم د هند د مسلمانانو د وضعیت په هکله غږ پورته کړی وو او د هند له حکومت څخه یې د اقداماتو غوښتنه کړې وه. د دویچه ویله په شمول ګڼ شمیر رسنیو د اسلامي همکاریو سازمان په هکله د هندوستان د حکومت د رسمي دریځ غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې هندوستان کوم رسمي دریځ نه دی غوره کړی او نه یې هم دغو پوښتنو ته په رسمي توګه ځواب ویلی دی.

هندوستان تر دې وړاندې په دغه راز مسایلو کې تل یو ډول دريځ غوره کړی او دغه مسایل یې خپل داخلي موضوعات بللي دي او تل یې له بهرنیو هیوادونو غوښتي چې د هندوستان په داخلي چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب