د آلمان د نيدرزاکسن آيالت د علمي چارو وزارت د جمعې په ورځ ويلي چې د پښو دغه نښې د هومو هايدلبرګنزيس انسانانو نړۍ ته يوه »حيرانونکې کتنه« ده چې د نياندرتال انسانانو څخه مخکې موجود ول. د نيدرزاکسن د علومو وزير فالکو مورس د شونينګن د سکرو کان په غاړه کې پروت د موندنې ځای »د علم يوه خزانه« بللې ده.د غزني ولایت تاریخي سېمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي
دا ځکه چې هغه د خپل ځانګړي جيولوجيکي موقعيت له کبله د انسانانو د لرغوني ژوند يوه کړکۍ ګڼل کيږي چې ۳۰۰ زره کاله پخوا د ورځني ژوند ځينې نښې رانغاړي.په افغانستان کې د ناقانونه کیندنو او لرغونو آثارو د قاچاق زیاتوالی
په شونينګن کې څېړونکي وار په وار حيرانونکې موندنې لري. تر ټولو مهمه موندنه د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۸م کلونو ترمنځ د داسې نيزو موندنه ده چې د انسانانو د تاريخ تر ټولو لرغوني لرګينې وسلې بلل کيږي. دغه ډول لرغوني څيزونه د شونينګن په څېړنيز موزيم کې نندارې ته ايښودل شوي دي.
اي پي دي/ن.ص./ش.ن.
انځورونه: په آلمان کې د لرغونو اثارو حيرانونکې ۱۳ وروستۍ موندنې
دغه لرغوني اثار ښيي چې آلمان د اروپا په وچه کې د مهمو انکشافاتو او د کلتوري تبادلۍ په زړه کې قرار درلود.
انځور: Urgeschichtliches Museum Blaubeuren/J. Wiedmannد نېبرا آسماني کاسه په نوم لرغونی اثر يوه حيرانونکې موندنه ده چې اټکل کېده د آسمان تر ټولو لرغونی انځور به وي. هغه په ۱۹۹۹ کال کې د آلمان په زاکسن آنهالت کې د خزانو د کشف کوونکو له خوا د فلزاتو د يوې موندونکې وسيلې په مرسته پيدا شو. لومړی اټکل دا و چې ۳۶۰۰ کاله قدامت به لري، خو آلماني څېړونکي اوس دغه لرغونی عمر تر سوال لاندې راولي.
انځور: Landesamt für Denkmalpflege und Archäologie Sachsen-Anhalt/J. Liptákد انسان د بدن تر ټولو پخوانۍ مجسمه
د هوله فېلس د سيمې يوه ښځينه مجسمه د آلمان د سويل لويديځ په يوه سمڅه کې وموندل شوه. دغه تقريبا ۶۰ سانتي متره اوږده د عاجو مجسمه د ۳۵ زره تر ۴۰ زره کاله پورې قدامت لرونکې بلل کيږي چې د تاريخ مخکې دورې تر ټولو لرغونی پژی يا مجسمه ده.
انځور: Urgeschichtliches Museum Blaubeuren/J. Wiedmannد برنزو له دورې څخه د نړۍ له څلورو خوليو څخه درې يې په ۲۰۱۹ کال د برلين د ګروپيوس باو په موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې. هغه د لمرپرستۍ يو ډول سبمولونه ول چې راهبانو په سر کولې. دغه خولۍ د طلا له ټوټو څخه جوړه ده.
انځور: Museum für Vor- und Frühgeschichte Berlin/C. Plamp
د کولن ښار د بندري سيمې خزانې
لرغونپوهانو د ډيوو او څراغونو په شمول په زرګونو داسې توکي وموندل چې د ميلاد له لومړۍ پېړۍ څخه دي. دغه اثار د روميانو د يوه پخواني بندر له خټو څخه راوويستل شول. په هغه وخت کې د روميانو دغه ښار د تجارت يو مهم مرکز و چې د شمالي افريقا، ايټاليې او فرانسې توکي به پکې خرڅېدل.
انځور: Römisch-Germanisches Museum der Stadt Köln; Foto: Axel Thünker, DGPhد سېلتيک شاهزادګيو رازونه
د ۲۰۱۹ کال په پای کې د لرغوني سلتيک قوم د يوې اشرفۍ قبر د آلمان د سويل په هېربېرتينګن ښار کې وکيندل شو چې پکې د برنزو او سره زرو ګاڼې وې. دغې موندنې ثابته کړه چې د ميلاد څخه شپږ سوه کاله پخوا لا له ټولې اروپا سره سوداګري کېدله.
انځور: Landesamt für Denkmalpflege Stuttgart/Y. Mühleisد روميانو د مړو لوکس اثار
د نورد راين وېستفالن آيالت په هاترن ښار کې د روميانو د دورې يو قبر وموندل شو. د هډوکو تر څنګ پکې يو لوکس کټ پيدا شو چې د مړو د پاره به خاص جوړېده. دغه کټونه به له ايټاليې څخه آلمان ته راوړل کېدل. دغه کټ او د مړي پاتې شوني ۱۹۰۰ کاله قدامت لري.
انځور: LWL-Archäologie für Westfalen/S. Brentführerد ډبرو يا تيږو چاړه هغه وسيله ده چې د انسانانو په تاريخ کې تر ټولو زياته موده استعمال شوې ده. هغه تقريبا دوه ميليونه کاله پخوا په افريقا کې موجوده وه. خو دغه د تيږو چاړه تقريبا ۳۵ زره کاله قدامت لري.
انځور: Archäologisches Museum Hamburgد برنزو څخه جوړ دغه سپور سړی په ۲۰۱۰ کال په برلين کې له خاورو راوسپړل شو. دغه مجسمه ۹۰ کاله پخوا په ۱۹۳۳ يا ۱۹۳۴ کال د فريڅ ورامپه له خوا جوړه شوې ده. خو هغه د نازيانو له خوا «بد اخلاقه هنر» بلل کېده چې بيا ورکه شوې وه. دغسې اثار به له موزيمونو څخه راويستل کېدل او په نورو ځايونو کې به د نازيانو له خوا ساتل کېدل. دغه سپور سړی په دويم نړيوال جنګ کې د برلين د بمبارېدو پر مهال يو څه خراب شوی هم دی.
انځور: Museum für Vor- und Frühgeschichte Berlin/A. Kleukerد اروپا د جګړو تر ټولو لرغونی ډګر
د مېکلنبورګ فورپومرن آيالت د تولنس سيند په اوږدو کې په ۱۹۹۰يمو کلونو کې په زرګونه وسلې او د انسانو هډوکي له خاورې راويستل شول. دا تر دې دمه په اروپا کې د جګړې تر ټولو پخوانی ډګر تثبيت شوی دی. سره له دې چې د جنګيالو اصل معلوم نه دی، خو اوږده واټنونه يې وهلي وو څو په جګړه کې برخه واخلي. دغه اثار ۳۳۰۰ کاله قدامت لري چې يوه برخه يې په برلين کې نندارې ته وړاندې کيږي.
انځور: Landesamt für Kultur und Denkmalpflege Mecklenburg-Vorpommernد ۲۰۱۲ کال په پای کې لوښي، پيالې او د تبخير وسايل يعنې يو بشپړ لابراتوار په ويتنبېرګ کې وموندل شو. خو دغه اثار ټول مات ول. کله چې بېرته ورغول شول، نو د اروپا تر ټولو لرغونی لابراتوار د ۱۵۲۰ تر ۱۵۴۰مو کلونو له دورې څخه بېرته رغول شوی وو.
انځور: Landesamt für Denkmalpflege und Archäologie Sachsen-Anhalt/J. Liptákد سينګار او ژغورنې يوه لرغونې زغره
د آلمان په جنوب د کونستانس جهيل سره جوخت د ډبرو د نوي پېر يو عجيبه سينګارتوکی وموندل شو. دغه زغره ښيي چې انسانانو به له ميلاد څخه ۴۰۰۰ کاله پخوا لا خپل کورونه په بشپړه توګه سينګارول. دغه توکی چې په برلين کې نندارې ته ايښودل شوی وو، ښايي د هغو ارواحو له پاره وي چې د کور د ساتنې او ژغورنې تمه ورڅخه کېده.
انځور: Landesamt für Denkmalpflege Hemmenhofen/M. Erneد زيارت کوونکو دغسې نخښې په منځنيو پېړيو کې د کاتوليکانو له خوا د زيارت د يوې نخښې په توګه په غاړه کېدې. ځينو به دغسې نخښې له ځان سره قبر ته هم وړلې. دغه د زيارت کوونکو نخښه د ۱۳ او ۱۴مې پېړۍ څخه ده او په هامبورګ کې پيدا شوې ده چې د دوی په باور حضرت عيسی (ع) پکې ښکاري.
انځور: Archäologisches Museum
Hamburg۹۰۰ ګرامه ټوټه کړل شوي د سپين زرو توکي
په ۲۰۰۵ کال کې يوه چکر وهونکي د لاوزيڅ په سيمه کې د سپين زرو دغه مجموعه پيدا کړه. دغه سکې او د سپين زرو ټوټې له ۱۱مې پېړۍ څخه دي، خو ټوټې ټوټې کړل شوې دي. دغه توکي له نني پولنډ، بلغاريې، سکانديناوي هېوادونو او حتی بغداد څخه دي. دغسې ټوټه کړل شوي سپين زر د هغه وخت پولي واحد وو، مخکې له دې چې رسمي سکې دلته جوړې شي.
انځور: Landesamt für Archäologie Sachsen/U. Wohmann