د روسي اولیګارشانو مرموز قتلونه
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۹, دوشنبهد اپریل په ۱۹ نیټه د هسپانیې په شمال ختیځ «یرت د مار» ښار کې د روسي اولیګارش زوی فیدور پروتوسینیا، پولیسو ته زنګ ووهه. د هغه کورنۍ هلته یوه ماڼۍ لري. هغه وویل چې د څو ساعتونو راهیسې یې هڅه کړې چې په فرانسه کې له خپلې مور سره تلیفونې اړیکه ونیسي، خو مور یي تلیفون نه ځوابوي.
کله چې پولیس سیمې ته ځي، د ده د مور پلار او خور درې جسدونه پیدا کوي. په پیل کې پولیس په دې نظر وو چې د فیدور پلار سرګیې پروتوسینیا چې یو میلیاردر دی خپله میرمن او لور په چاقو وژلي او بیا یي د خپلې ماڼۍ په باغ کې ځان په اصطلاح په دار زړولی دی. خو د فرانسې پولیس ډیر ژر د قتل د جریان په اړه مشکوک شول.
یوه ورځ مخکې تر دې پيښې، د دې ځای په ۳۰۰۰ کیلومترې کې پولیس له یوې بلې وحشتناکې پيښې سره مخامخ شوي وو: د ولادیسلاف آوایف جسد، چې هغه هم یو لوی میلیونر و د خپلې ښځې او ۱۳ کلنې لور له جسدونو سره یوځای په مسکو کې په خپل کور کې موندل شوي وو.
د روسیې دولتي خبري آژانس تاس، رپوټ ورکړ چې د هغه مړی چې په لاس کې یې یوه تفنګچه وه موندل شوی دی، ګواکې هغه اول خپله میرمنه او لور وژلي او بیا یي ځان هم وژلی دی.
د لویو شرکتونو مالکان
د دغو دواړو قضیو ترمنځ ډیر ورته والی موجود و چې یوازې د ۲۴ ساعتونو په فاصله کې رامنځته شوی دی. ځکه دواړه پروتوسینیا او آوایف د ګاز او نفتو صنعت پورې اړوند اولیګارشان ول. پروتوسینیا د «نوواتک» په نامه د طبیعي ګازو د شرکت مرستیال او آوایف د «ګازپروم بانک» شرکت مرستیال و.
د روسي الیګارشانو د مرموزو قتلونو د قضیو ترمنځ دغه دواړه پيښې، تر ټولو دمخه په روان م کال کې د انرژۍ او ګازو له صنعت سره اړوند وو.
مخکې تر دې د روان کال د جنورۍ میاشتې په پای کې پر اوکراین د روسیې تر برید مخکې د ګازپروم شرکت یوه لوړپوړي منیجر لئونید شولمان، ګواکې خودکشي یا ځان وژنه وکړه. همدارنګه د فبرورۍ په ۲۵ نیټه د الکساندر تیولیاکوف جسد په سن پترزبورګ کې په خپل کور کې په داسې حال کې وموندل شو چې زړول شوی و.
تیولیاکوف هم پخوا د روسیې د انرژۍ د لویو شرکتونو منیجر پاتې شوی و. درې ورځې وروسته له هغې، د میخائیل واتفورد جسد، چې په اوکراین کې زیږدلی و او د ګاز او نفتو شرکت څيښتن و، د بریتانیا په ساري سیمه کې د خپلې ماڼۍ په ګراج کې په زړول شوي ډول پیدا شوی و.
د مارچ پر۲۴ نیټه بیا د روسي میلیاردر واسیلي ملنیکوف جسد چې د «مداستوم» لوی طبي شرکت په رأس کې یي قرارد درلود د خپلې میرمنې ګالینا او دوو اولادونو له جسدونو سره د «نیږني نووګوراد» په ښار کې په خپل مجلل کور کې وموندل شول. دې قضیې هم د دوو نورو روسي اولیګارشانو پروتوسینیا او آوایف د قتل له قضیو سره ډیر ورته والی درلود.
یوازې په درو میاشتو کې د دغو ۷ تنو سترو روسي سرمایه دارانو مرموز قتلونه ډیر شکونه رامنځته کړي دي. په تیرو ورځو کې ډیر شمیر رسنیو رپوټونه ورکړي دي چې احتمالاً دغو کسانو ځان وژنه نه ده کړې ده.
یو شمیر رسنیو حتی د دې احتمال خبره کړې ده، چې کرملین او حتی ولادیمیر پوتین پخپله د دغو قتلونو له قضیو سره ارتباط لري.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز