د المپيک د کډوالو بنسټ او د نړيوالې المپيک کميټې د کډوالو ټيم د ۲۰۲۲ کال د استورياس د شهزادګۍ جايزه ګټلې ده. لېونور چې د استورياس شهزادګۍ ده، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۸مه) دغه جايزه د کډوالو د تيم غړو، سوک وهونکي، الدريک سېلا، د بايسکل ځلغونې افغانې ورزشکارې، معصومه علي زاده او د المپيک د نړيوالې کميټې مشر ته ورکړه.قطر د ۲۰۲۳ کال د اسیا جام کوربتوب حق هم تر لاسه کړ
د هسپانيې پاچا، شپږم فېليپه، وويل چې »د المپيک د کډوالو بنسټ او د کډوالو ټيم يې موږ ته په ياد راولي چې سپورټ، د لوړې کچې د ورزش په سطح سيالۍ او د المپيک خوځښت د دې هدف هم لري چې هغه سخت واقعيت چې د نړۍ ډېر انسانان پکې ژوند کوي، ياد کړو، ورباندې غور وکړو او، د امکان تر بريده، راکم يې کړو.«
د المپيک نړيواله کميټه د ۱۹۹۴ کال راهيسې د سپورټ له لارې د کډوالو ملاتړ کوي. د ۲۰۱۶ کال د المپيک په لوبو کې په ريو دې ژانيرو کې په لومړي ځل د دغې کميټې د کډوالو يوه ټيم هم ګډون کړی وو.آستراليا نورو افغان ورزشکارانو ته هم پناه ورکړې
په ۲۰۲۱ کال کې د توکيو د دوبنيو لوبو څخه دمخه د المپيک نړيوال خوځښت له ۱۳ هېوادونو څخه د کډوالو د ۵۶ ښځينه او نارينه ورزشکارانو ملاتړ کاوه.
آ./ن.ص./ا.ا.
ميندي د مخکښو بريالیو ورزشکارانو په توګه
شلی آن فره سه، پریس، سريناويليامز، ماریت بيورګن او نورو ورزشکارانو خپله سپورتې دنده د ماشوم زيږولو له کبله پريښوده. خو د ماشوم له سترولو وروسته يې سپورت ته په برياليتوب سره دوام ورکړی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappelerشيلې ان فریزر په دوحه Leichtahtletik-WM نړيوال جام په سیالیو کې ۱۱ ځلې ګټونکې شوه. او اجازه يې درلوده چې خپل کوچنې هم له ځان سره ولري. له جمايکا څخه راغلې دا ځوانه مور د ماشوم له زيږون وروسته وخت په اړه چې خپله روغتيا او روانې حالت بیرته سم کړی، وايې: «دا یو اوږود سفر وو. ما انديښنه درلوده چې آيا وبه کړاي شم او که نه.»
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappelerاليسون فيلکس يوه مور ده. دغه امريکاي ښځه شبږ ځلې د المپياې لوبو ګټونکې ده او په دوحه کې د (۴۰۰ متره ـ او دوه ۲۰۰ متره ) ځغاستي سيالۍ کې يې مډال وگاټه. له ميندواره کيدلو څخه وروسته د سپونزو نایک سره يې ځکه جګړه وکړه چې په سيالۍ کې د وقفې له امله وو او تړون يې ۷۰ سلنه کم شو. نن ور ځ فيلکس بل سپانسر لري او نایک د هغې تړون بنديدزونه تنظیم کړل.
انځور: picture-alliance/abaca/Emyد ۲۰۱۷م کال په سپتمبر مياشت کې تر لور زيږولو وروسته د تنیس دغه نړیواله لوبغاړې ډيره ناهيلې وه. د هغې د خپلو معلوماتو له مخې چې هغه، مهال دا ۳۶ کلنه ښځه بيخې مرګ ته نږدې شوې وه. له ۱۳ مياشتو بيرته راګرزيدنې وروسته ويليامز بيا کومه لوبه نه ده ګټلې. که څه هم څلور ځلې د مسابقو تر فاينل پورې رسیدلې خو څلور واړه يې بايللې دي.
انځور: Reuters/H. McKayد ماشوم زیږدنې له وقفي وروسته د هغه ښځې له پاره چې سرینا ويليمز بې ګټې غوښتل د هغې ریکارد جوړکړي. هغه له استراليا څخه مارګریت کورت ده چې څلور ځلې د ګراند سلم لقبونه وګټل. د خپل مسلکې ژوند په اوږدو کې هغې درې ماشومان درلودل او د تنيس کوونکی په توګه يې هغه وخت خپل دغه کار پريښود، کله چې د څلورم ځل له پاره ميندواره شوه.
انځور: Imago/ZumaPress/Keystoneد جون مياشتې په وروستيو کې د نړۍ تر ټولو غوره سکې وهونکې اعلان کړه، چې ميندواره ده او د نړيوالو لوبو يو موسم له لاسه ورکوي. د هغې هدوف: په لايتې کې د ۲۰۱۷م کال مسابقو کې ونډه وه. دغه کار ډير ښه وو، د نړۍ غوره لوبغاړې يو زوي وزيږاوه او بیرته په ۲۰۱۷م کال کې د نړۍ څلور لقبه اتله شوه. په ۲۰۱۸م کې په پويونچانګ کې دوه څلې د المپيک لوبو طلايي مدال وګاټه.
انځور: picture-alliance/NTB Scanpix/T. Bendiksbyد سویدن غوره لامبو وهونکي په ۲۰۱۳م کال کي خپل دغه سپورت پريښود چې میندواره شوه. دې لامبو هونکې تر اوسه د نړیوالو،اروپاي مسابقو څو اتلوالۍ او دغه راز د المپيک دري مډاله تر لاسه کړي دی، خو د سرو زرو هيڅ مډال نه لري. د لامبو حوض ته بیرته تر راګرزیدنې وروسته الشامار نور کوم لومړيتوب نه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Mayamaد خپلې لور تر زیږون يوازي څلور مياشتې وروسته دریا مراشیوا بیرته مسابقې ته راوګرزیده او په نړيواله لوبو کې تر ګډون وروسته يې د سپينو زرو مډال وګټی. د بياتلون په نامه سپورت کې چي د سکې په منډه کې نخښه ولي. د دې هڅو د ۲۰۱۸م کال په مسابقو کي د سرو زرو مدال ګټلو ته لاره اواره کړه. دومراتشیوا په ۲۰۱۸م کال کې دغه سپورت پريښود او په اوس له خپل ميړه سره د چين ملي ټيم ته روزنه ورکوي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schuttنه يوازي مور، بلکې زوی يې هم د مور په بريا خوشاله دی. د سرو زرو مډال. امریکايي بایسکل چلونکي کریستين ارمسترانګ په ۲۰۱۲م کال په لندن کې په ازمایشې دوره کې د سرو زرو مدال تر لاسه کړ او په ۲۰۰۸م کال کي په پيکنګ کې تر ټولو چټکه ګډون کونکې وه.
انځور: picture-alliance/Photoshot/Li Gaله لسو کالو راهیسې ايزابل ورت يو زوی لري. ويرت په آس زغلونه کې د المپيک شپږ مسابقې ګټلي او څلور د سپينو زرو مډالونه، گټلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenberndد نړۍ ټوپ وهونکي او ترينیرې هايک درشلر په ۱۹۸۹م کال کې زوی تونې وزيږاوه. د يوې مور په توګه درشلر چې هغه مهالDDR دوران وو، د وړاندې ټوپ وهنې په نړیوالو مسابقو کې د سروزرو دوه مډاله تر لاسه کړل.
انځور: picture-alliance/S. Simonکيم کلیسترد تنیس ورزشکاره او يوه بریالۍ مور د WTA تورنمنت لوبغاړې. بلجیميان د هغې بیرته راتګ په هکله پوهيږي. په ۲۰۰۷م کال کي په ۲۲ کلنۍ کې د لومړې ځل له پاره هغې سپورت پريښود. په ۲۰۰۹م کال کي هغه د يوې لور مور شوه او وروسته يې بیا دغه سپورت ته دوام ورکړ. هغي د Grand-Slam دري تورنمنتونه ګټلي او په ۲۰۱۲م کال بیا بريالۍ شوه.
انځور: picture-alliance/abaca/Cameleon/C. Dubreuil