طالبان: د عمان پاچا ۳۳ افغان بنديان عفو کړي دي
۱۴۰۴ شهریور ۲۶, چهارشنبه
په عمان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان سفارت نن د چهارشنبې (۱۷ سپتمبر) په ایکس شبکه کې ويلي چې د عمان پاچا، هيثم بن طارق، د حضرت محمد د میلاد په مناسبت په دغه هیواد کې زنداني شوي ۳۳ افغان زندانیانو ته عفو کړې او په دې توګه به هغوی له بند څخه آزاد شي.
سفارت دا نه دي ويلي چې دغه کسان د کومو جرمونو او دلايلو له مخې په عمان کې نيول شوي ول او څومره موده يې په دې هېواد کې په بند کې تېره کړې، خو زياته کړې يې ده چې هغوی د بېلابېلو مودو له پاره په مختلفو جرمونو زنداني شوي وو.
په عمان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، همدارنګه ويلي دي چې بخښل شوي زندانیان به ډېر ژر افغانستان ته انتقال شي.
د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت دتېر کال په سپتمبر میاشت کې د عمان په پلازمینه مسقط، کې د افغانستان د ديپلوماتيکې استازولۍ د پرانېستلو خبر ورکړی و. په مسقط کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان سفارت د عمان د سلطان له دې اقدامه مننه کړې او زياته کړې يې ده چې دغه ډول اقدامات د عمان او افغانستان تر منځ د دوستانه او دوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا کې مثبت رول لوبوي. د عمان حکومت تر اوسه په دې هکله په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
په عین وخت کې د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ميلادي کال د اپرېل مياشتي په پای کې هم د عمان حکومت ۹ افغان بنديان خوشې کړي وو. د راپورونو له مخې، امير خان متقي د روان کال په مارچ مياشت کې د عمان سفر پر مهال د دې هېواد له چارواکو سره په ملاقات کې د افغان زندانيانو د بند مودې د کمولو او د هغوی د آزادۍ غوښتنه کړې وه. تر اوسه روښانه نه ده چې په عمان کې څومره افغانان په بند کې دي.
د طالبانو حکومت په نړيواله کچه منزوي شوی او تر اوسه پورې يوازې روسيې په رسميت پېژندلی دی. خو په ځينو هېوادونو لکه چين، روسيه، پاکستان او ايران کې د طالبانو ديپلوماتان د افغانستان په سفارتخانو کې بوخت دي.